جمهور رئیس غني د کابل د ختیځې دروازې امنیتي وضعیت وارزوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په تیرو دریو کلونو کې لومړی ځل دی، چې جمهوررئیس غني د کابل له ختیځې دروازې لیدنه کوي.
جمهوررئیس محمد اشرف غني، د پلچرخي په سیمه کې د کابل د ختیځې دروازې د امنیت وضعیت د ارزولو لپاره نن د جمعې په ورځله غرمې وړاندې دغه سیمې ته ورغلی وو.
د افغانستان جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، جمهور رئیس غني په پلچرخي کې د کابل د دروازې څخه د لیدنې پر مهال په دغه امنیتي دروازه کې شته ستونزې، امکانات او ظرفیتونه وارزول

.
مینه پال وايي، جمهور رئیس محمد اشرف غني په دغه سیمه کې د وسایطو د تګ راتګاو د امنیتي کارکوونکو له خوا د موټرو د تلاشۍ او څارنې بهیر هم له نږدې وڅاره.
ښاغلي مینه پال وویل"جمهور رئیس بېلابېلې برخې لکه د موټرو سکنر، د لوړ تناژ لرونکو عراده جاتو چک، د نشه یي توکو چک، د ممنوعه شیانو، د لوړ تناژ لرونکو عراده جاتو کمپیوټري تله، ترانسپورټ او دځایونه وکتل".
د جمهور رئیس محمد اشرف غني له خوا کابل ښار په ختیځه خوا د پلچرخي په سیمه کې د امنیتي تدابیرو د بهیر څخه د کتنې پر وخت په دغه سیمه کې امنیتي مسوولینو او موظفو کارکوونکو د خپلو کړنو او لاسته راوړنو په اړه هغه ته معلومات هم ورکړل.
د جمهوري ریاست د دفتر د وینا له مخې، جمهور رئیس غني د کابل د ختیځې دروازې اهمیت ته په کتود لازمو امکاناتو په ایجادولو، د عوایدو په راغونډولو کې پر شفافیت او همغږۍ، کاري چټکتیا او د مجرمینو په پېژندنه کې پر لازم دقت ټینګار وکړ.
دا په تیرو دریو کلونو کې لومړی ځل دی، چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د کابل په ختیځه خوا کې د کابل له یوې دروازې لیدنه کوي.
د افغان حکومت امنیتي چارواکي وايی، کابل ته اکثره چاودیدونکي توکې د همدې دروازې له لارې راوړل کیږي.
جمهور رئیس غني په داسې حال کې د کابل د ختیځې دروازې څخه لیدنه کړې، چې تیره ورځ د افغانستان د کور نیو چارو وزارت په یو بې ساري اقدام کې د کابل د ټولو امنیتي حوزو امرین، اداري مرستیالان، د جنایي چارو مدیران او د کشف او کنټرول امران بدل کړي او پر ځای باندې یې د ازاد رقابت له لارې د پولیسو نوي چارواکي په کار وګمارل.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دې کار علت د پولیسو په لیکو کې اصلاحات بللي دي.
د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې له مخې، د کورنیو چارو د وزیر ویس احمد برمک ویلي، چې په کابل کې د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو پیل شوی، بهیر به ولایتونو ته هم وغځول شي.
د افغانستان امنیتي ارګانونو تیره اونۍ د کابل ښار د امنیت د ټینګیدو لپاره یو امنیتي پلان جمهور رئیس محمد محمد اشرف غني ته وسپاره.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د دغه پلان په اړه خبریالانو ته وویل، چې جمهور رئیس محمد اشرف غني هم دا پلان منلی دی.