د برېښنايي پېژندپاڼو وېش مهال پر سر د ولسمشر او اجراییه مشر ترمنځ اختلاف

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت اداره وایي، د برېښنایي تذکرو د وېش لومړني کارونه له ولسمشرۍ ماڼۍ نه پيل شوي دي.

د دغې ادارې مسولین وایي، پرون یې د ولسمشر محمد اشرف غني، د هغه د مېرمنې او دویم مرستیال د ګوتو نښې "بایومیتریک" اخیستي او زیاتوي چې نن د کابینې او ملي شورا غړي د دغې چارې په موخه ارګ ته ورغلي دي.

اجرائیه مشر عبدالله عبدالله که څه هم د خپل مخالفت ټکی نه دی مشخص کړی، خو ویلي یې دي چې د برېښنایی تذکرو وېش یوه لویه موضوع ده او ډېر بحث او غور ته اړتیا لري

.

دا د برېښنایي تذکرو د وېش له بهیره مخکینی پړاو دی خو چارواکي وایي ډېر ژر به د حکومت مشران د برېښنایي پېژندپاڼو د کارتونو د وېش لړۍ هم پیل کړي.

د ښاغلي عبدالله له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زیات بحث په پایله کې به د برېښنایي تذکرو په اړه اجماع او یو نظر رامنځ ته شي.

د برېښنایي تذکرو د وېش کره نېټه لا هم نه ده معلومه، خو د دغه بهیر لومړی پړاو چې د ګوتو نښه اخیستل او په سیستم کې د وګړو د اړینو معلوماتو ځایول دي، پیل شوی دی.

د افغانستان د وګړو د احوالو د ثبت اداره وایي، دغه پړاو تېره ورځ په ارګ کې پیل شوی، چې تراوسه پکې د ولسمشر په ګډون لسګونه لوړپوړي افغان چارواکي، د کابینې او ملي شورا غړي بایومیتریک شوي دي.

د دغې ادارې ویاند روح الله احمدزی وایي، په نژدې ورځو کې به د حکومت مشران په رسمي ډول د دغو پېژندپاڼو وېش پیل کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي چې برښنایي تذکره د خلکو غوښتنه ده او وېش یې د حکومت د ټینګې ارادې له مخې پلی کېږي.

ښاغلی مینه پال زیاتوي "افغانان به د معیاري او با اعتباره برېښنایي تذکرو درلودونکي وي، دا پروسه پرون د ولسمشر، لومړۍ میرمنې او دویم مرستیال په بایومیتریک سره پیل شوه، دې لړۍ نن هم دوام درلود، د حکومت لوړپوړو چارواکو د بایومیتریک پروسه بشپړه کړه، برېښنایي تذکرې د افغانانو غوښتنه ده او حکومت یې په جدي ډول عملي کوي."

ستونزه چېرې ده؟

د برېښنایي تذکرو وېش د ولسمشر د هغه تقنیني فرمان له مخې کېږي چې دوه میاشتې وړاندې د ملي شورا د یوې ګډې کمیټې له خوا تصویب شو.

دغه فرمان چې د وګړو د احوالو د ثبت قانون د ځینو مادو د بدلون په اړه ولسمشر ورکړی، وایي چې په برېښنایي تذکرو کې باید د ملت، ملیت او دین ځانګړنې ولیکل شي.

څو اوونۍ وړاندې د ولسي جرګې یوشمېر غړو بیا له دغه فرمان سره مخالفت وښود او له ولسمشر نه یې غوښتنه وکړه چې خپل فرمان لغوه او د پخواني قانون له مخې تذکرې وویشي.

د برېښنایي تذکرو د تقنیني فرمان منتقدین هغه څېرې دي چې نه غواړي پېژندپاڼو کې یې د افغان کلمه ولیکل شي.

په برېښنایي تذکرو کې د افغان کليمې له لیکو سره مخالفت په ظاهره هغه څه دي چې له تېرو څو کلونو یې د دغو پېژندپاڼو د وېش پر وړاندې خنډونه جوړ کړي دي.

اوس بیا ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې په دې برخه کې هېڅ ډول شاتګ ته چمتو نه دي او ټینګار کوي چې پېژندپاڼې د ولسمشر د تقنیني فرمان له مخې وېشل کېږي.