افغان ولسمشر اسلام اباد کې د پښتنو د احتجاج ملاتړ وکړ

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته (پرلت) او اوږد مارچ د توندلارۍ په وړاندې ډېر ښه ګام دی او دا د هر چا "اخلاقي" دنده ده چې ملاتړ یې وکړي.

ولسمشر غني پر خپله ټوېټر پاڼه د کابل وروستیو بریدونو ته په اشارې سره لیکلي "ما پر فغانانو او د سیمې پر خلکو غږ کړی چې باید د ترهګرۍ پرضد یو شي:

"زما په اند د پښتنو اوږد مارچ زما هماغو څرګندونو ته ځواب او د بنسټ پالنې پر ضد د بېدارۍ نښه ده".

د افغان ولسمشر لخوا دا څرګندونې په داسې مهال دي چې کابل کې د جمعې پر ورځ خلک سړکونو ته ووتل او اسلام اباد کې یې له راټولو پښتنو احتجاج کوونکو سره د خواخوږۍ او د هغوی د ملاتړ اعلان وکړ.

د کابل لاریون والو د پاکستان ضد شعارونه هم ور کول.

له رسنیو غوښتنه

اسلام اباد کې له تېرو لسو ورځو راهیسې د زرګونو پښتنو پرلت یا احتجاجي ناسته روانه ده، چې پکې د پښتونخوا، قبایلي سیمو، بلوچستان، کراچۍ او نورو سیمو پښتانه ګډون لري.

خواله رسنیو کې داسې رپوټونه دي چې د جمعې په ورځ د پښتونخوا له صوابۍ هم د اسلام اباد لاریون ته خلک ور روان شوي.

ځینې لاریونوال پر پاکستاني رسنیو نیوکې کوي چې د دوی غږ نه خپروي.

افغان ولسمشر د خپلو ټېوټونو په لړۍ کې پر رسنیو غږ کړی چې په بې پرې توګه خپله دنده پرځای او د پښتنو لاریونوالو غوښتنې خپرې کړي او نړۍ ته یې "سم" انځور وړاندې کړي.

د کابل لاریون

کابل کې له دې مخکې ځینې غونډې شوي او پکې په اسلام اباد کې د پښتنو د پرلت ملاتړ شوی، خو د جمعې پر ورځ په لومړي ځل خلک په دې تړاو لارو ته راووتل.

د کابل لاریون والو د "لر او بر یو افغان، پښتون وژنه بس کړئ، له نجیبه تر نقیبه حساب غواړو، ترهګرپال نه منو" او ورته نور شعارونه ور کول.

په لاریون کې د هر ډول عمر کسان لیدل کېدل، چې ځینو یې سرې خولې هم په سر کړې وې.

د لاریون پرېکړه لیک

د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره اسلام اباد کې مظاهره کوي.

د کابل د مظاهرې ګډونوالو خپل پنځه ماده يي پرېکړه لیک هم وړاندې کړ.

  • دا هڅې به تر هغه روانې وي چې د پښتونخوا خلکو ته حق نه وي ور کړل شوی.
  • لر او بر افغان ترهګر نه دی بلکې ترهګري پر تپل شوې ده.
  • قبایلي پښتانه د پاکستان او طالبانو له خوا وژل کېږي د ملګرو ملتونو پوځ باید قبایلو ته لاړ شي.
  • د جنګي جرمونو نړیواله محکمه دې په پاټا کې د پنجاب له خوا د قبایلو د توکم وژنې پلټنه وکړي.
  • نړیوالې رسنۍ باید قبایلو کې دفترونه پرانیځي.

مظاهرې ولې پیل شوې؟

.

دا مظاهرې له هغه وروسته پیل شوې چې تېره میاشت کراچۍ کې د یو پښتون ځوان ماډل نقیب الله مسید مړی وموندل شو.

پولیسو په پیل کې پر نوموړي تور لګاوه چې له پاکستاني طالبانو سره یې اړیکې درلودې. خو د نقیب الله مسید کورنۍ یې دا تورنونه ردوي.

کله چې د نقیب الله مسید د وژنې خبره خواله رسنیو ته راووته نو د پېښې د څېړلو لپاره پلاوی وټاکل شو.

څېړنډلې وویل، چې نقیب الله مسید له پولیسو سره په جعلي مقابله کې وژل شوی دی.

له هغه وروسته د پاکستان سترې محکمې په دریو ورځو کې د پېښې په مهال د پولیسو د مشر راو انوار د نیولو حکم وکړ.

خو د سند ایالت د پولیسو دا افسر تراوسه نه دی نیول شوی .

د پاکستان چاپ ډان ورځپاڼه د جمعې ورځې ګڼه کې لیکي، راو انوار د وروستي ځل لپاره د اسلام اباد هوايي ډګر کې لیدل شوی و.

د ورځپاڼې په لیکنه نوموړي غوښتل له هېواد ووځي او دوبی ته ولاړ شي خو سرحدي پولیسو درولی و.

خو ترهغه وروسته یې درک نه دی معلوم.

په اسلام اباد کې راټول پښتنانه احتجاج کوونکي بېلابېلې غوښتنې لري، خو مهمې هغه یې د سند د پولیسو د افسر راو انوار نیول، د هغو لادرکه پښتنو برخلیک مالومول چې قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځ د عملیاتو پر مهال تری تم شوي، او له قبایلي سیمو څخه د هغو ځمکنیو ماینونه پاکول دي چې د پاکستان پوځ ځای پر ځای کړي.

یاده دې وي چې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي د تېرې چارشنبې پر ورځ په اسلام اباد کې پښتنو احتجاج کوونکو سره ولیدل. خو له دې لیدنې سره سره احتجاج لا هم دوام لري.

د تېرو لسو ورځو په ترڅ کې ګڼ شمېر پښتنو سیاست والو او مخورو د اسلام اباد د احتجاجي ناستې ملاتړ اعلان کړی. په همدې ترڅ کې د سوات ملالې یوسفزۍ هم پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د اسلام د ناستې سره خواخوږي لري او د پاکستان پر لومړي وزیر، د پوځ مشر او قاضي القضات یې غږ کړی چې د احتجاج کوونکو غوښتنو ته ځواب ووایي.