اسلام اباد کې د پښتنو احتجاج پای ته ورسېد

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په اسلام اباد کې د پښتنو احتجاجي ناسته یا پرلت له هغه وروسته پای ته رسېدلې، چې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي وویل، ددوی ټولې پنځه غوښتنې مني او اړوندو ادارو ته يې د دوی د غوښتنو د پوره کولو امر کړی دی.

بل لور ته د احتجاجي ناستې مشران وايي، د پاکستاني واکمنو دې ژمنې ته به یوه میاشت انتظار وکړي او که يې بیا هم غوښتنې په عملي توګه ونه منل شوې، بیا به په احتجاج لاس پورې کړي

.

احتجاج کوونکو له حکومته غوښتل، چې کراچۍ کې د وژل شوي نقیب الله مسید وژونکي باید ونیول شي، بې محاکمې د پښتنو د وژلو قضیو د څېړنې لپاره دې کمېسيون جوړ کړل شي، په قبایلي سیمو کې خښ شوي ماینونه باید پاک کړل شي او په قبایلي سیمو کې د ناامنۍ له پېښو وروسته دې د ځايي اوسېدونکو ځورول بند کړل شي.

د احتجاج کوونکو یوه مشر منظور پښتون احتجاج کوونکو ته په خپله وروستۍ وینا کې ویلي، میاشت انتظار به وکړي او که چارواکي یې غوښتنې عملي نه کړي، بیا به پر احتجاج لاس پورې کړي.

د 'پښتون ژغورنې غورځنګ ' مشرانو د پاکستان د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي له استازي اامیر مقام سره احتجاجي ناستې ته وروستۍ ویناوې وکړې او تر هغه وروسته د غورځنګ مشرانو د احتجاجي ناستې په سوله یيز ډول د پای ته رسېدو اعلان وکړ.

دغه احتجاج د جنورۍ په ۲۵ مه له دېره اسماعیل خان سیمې د یوه لاریون په بڼه پیل شوی و او د بنو، دره آدم خیل، پېښور، چارسدې، مردان،صوابۍ،او ترنولسیمو له لارې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه اسلام آباد ته ورسید او د پریس کلب ودانۍ مخې ته یې احتجاجي ناسته پیل کړه.