اسلام اباد او کابل د امن لپاره پر ځینو مسایلو موافقې ته ورسېدل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اسلام اباد ته په دوو اوونیو کې دویم افغان پلاوی رسېدلی دی، چې د دې هېواد له چارواکو سره د امن او پیوستون لپاره د افغانستان او پاکستان د عملي ګامونو اخیستلو پر دویم پړاو د خبرو په ترڅ کې ځینو موافقو ته رسېدلي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان پلاوي ورتګ تایید کړی او وایي چې نن د جمعې په ورځ ناسته یې په ډېر مینه ناک چاپېریال کې شوې او دواړه لوري د امن او پیوستون د عملي پلان په اړه پر ځینو مسایلو موافقې ته ورسېدل.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وایي

:

"تر اوسه لا هم ډېر داسې مسایل پاتې دي چې پر و ږغېږو او ورباندې همغږي شو او دواړو غاړو ژمنه وکړه چې د امن او پیوستون لپاره د عملي ګام اخیستلو پر پلان د موافقې لپاره به خبرو ته دوام ورکوي"

محمد فیصل وایي له افغان پلاوي سره تر ناستې وروسته یو ټویټ وکړ، وایي په غونډه کې پاکستاني لوري پر دې ټینګار وکړ، چې د افغانستان خوا ته دي د پولې څارنه سخته شي. فیصل وایي پاکستاني چارواکو له افغان حکومته دا هم وغوښتل، چې په خپله خاوره کې دي د پاکستان ضد ترهګرو په ضد ګامونه پورته کړي.

د افغان پلاوي مشري د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزی کوي، چې سبا به هم د ترهګرۍ د مخنیوي، امن او [له افغان طالبانو سره] د پخلاینې، افغان کډوالو او اقتصادي ودې په اړه له پاکستاني چارواکو سره غږېږي.

افغان پلاوی په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي، چې ایله یوه اوونۍ وړاندې پاکستاني پلاوي د دې هېواد د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ کابل ته سفر کړی وو او هلته یې د دواړو هېوادونو تر منځ پر وروستيو خرابو اړیکو او نورو مسایلو خبرې کړې وې.

ډان انګرېزي ورځپاڼه لیکي، چې آغلې جنجوعه د کابل د سفر په مهال افغان چارواکو ته ویلي وو، چې پر یوه بل د تورونو لګولو پر ځای پکار ده چې ټینګې دوه اړخیزې همکارۍ سره پیل کړي. جنجوعه پاکستان ته د افغان پلاوي له لوري د کابل د بریدونو په اړه د ور سپارل شویو شواهدو په اړه ویلي وو، چې پاکستان دې تیار دی چې د دغو بریدونو په اړه له افغان حکومت سره ګډې پلټنې وکړي.

تر دې وړاندې د جنورۍ په ۳۱مه یو بل افغان پلاوی اسلام اباد ته راغلی وو، چې د افغان استخباراتو (ملي امنیت) مشر معصوم ستانیکزی او د کورنیو چارو وزیر ویس برمک پکې شامل وو. دوی پاکستان ته د کابل د بریدونو شواهد وړاندې کړي وو، چې وایي په پاکستان کې پلان شوي وو، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه آصف څو ورځې وړاندې وویل، چې دغه شواهد کره او د باور وړ نه دي.

افغان ولسمشر اشرف غني څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې له هغو طالبانو سره خبرې نه شي کېدای چې جګړې ته دوام ورکوي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د امن یواځینۍ لاره خبرې اترې ګڼي. د وزارت ویاند محمد فیصل وایي:

"موږ له حزبِ اسلامي سره د افغان حکومت د پخلاینې د تړون هرکلی کړی وو، موږ باور لرو چې د افغان طالبانو په شمول له نورو وسلوالو ډلو سره هم [د خبرو اترو له لارې] دغسې د امن تړون کېدای شي"

په داسې حال کې چې افغان پلاوی به په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره نورې خبرې هم کوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال په امریکه کې د خپل سفر په مهال ډاډ څرګند کړی، چې له افغانستان سره یې خبرې پیل شوي او دا یو ډېر مثبت پرمختګ دی. احسن اقبال وایي له افغانستان سره په جګړه کې نه، بلکې په پرمختګ کې سیالي ورسره کول غواړي.