افغان امنیتي چارواکي د 'لاسوهنې ثبوتونو وړاندې کولو لپاره' پاکستان ته تللي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان حکومت ویلي، د دغه هېواد کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک او د ملي امنیت ادارې مشر معصوم ستانکزی پاکستان ته تللي دي. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، دغه افغان امنیتي چارواکي ځکه پاکستان ته تللي چې د هغه هېواد مشرتابه ته د افغانستان چارو کې د پاکستان لاسوهنې او له ترهګرو ډلو د دغه هېواد د ملاتړ په تړاو ثبوتونه وړاندې کړي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر غني دوې ورځې مخکې د پاکستان لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي سره ټیلیفوني خبرې نه دي کړې او د هغه تیلیفون یې بې ځوابه پرې ایښی دی

.

اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عمر زاخیلوال هم پر خپله رسمي ټویټر پاڼه لیکلي، چې ښاغلی ستانکزی او برمک پاکستان ته رسېدلي او له شاهد خاقان عباسي، مدني ټولنو، پوځي او استخباراتي چارواکو سره به وویني.

بل لور ته د افغانستان او امریکا متحدو ایالتونو د ملي امنیت سلاکارانو محمد حنیف اتمر او مک ماسټر ټیلیفوني خبرې کړې او ویلي یې دي، 'باید د ترهګرو پر پټنځایونو بریدونه وشي او جرړې یې له منځه یوړل شي. '

افغانستان له دې مخکې ډېر ځله ویلي، چې دغه هېواد کې د شویو بریدونو تر شا د پاکستان لاس دی او پاکستان د افغان دولت مخالفو وسله والو ملاتړ کوي او روزنه ورکوي.

پاکستان بیا بیا دغه تورونه رد کړي او وايي افغان حکومت د دغسې تورونو لګولو سره غواړي خپله کمزوري پټه کړي.

د افغان اجراييه مشر عبدالله عبدالله د چیک جمهوریت له دفاع وزیرې کارلا سلکتووا سره خبرو کې چې افغانستان ته په سفر تللې ویلي، افغانان له سیمه ییزو او نړیوالو (ترهګرو) ډلو سره د جګړې په حال کې دي:

د هغو ټولو ترهګرو مرکزونه چې افغانستان کې جګړه کوي د پاکستان په خاوره کې دي. کابل کې له تېرو لسو ورځو راهیسې خونړي بریدونه شوي، چې لسګونه کسانو ته په کې مرګژوبله اوښتې.

د کابل صدرات څلور لارې ته څېرمه برید کې چې د امبولانس په وسیله وشو ۱۰۳ کسان ووژل شول او ۲۳۵ کسان ټپیان شول.