ملګري ملتونه: د سولې خبرو ته زمينې برابرولو لپاره هلې ځلې روانې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال ټوبي لانزر وایي، سره له دې چې په دې وروستیو کې تاوتریخوالی ډېر شوی، په افغانستان کې عمومي وضعیت د ښه والي پر لور روان دی.

له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي لانزر وویل، 'د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ خبرو اترو لپاره د پردې تر شا هلې ځلې روانې دي، '

''تېره اوونۍ ډېره سخته وه. تېره ټوله میاشت بده وه. دا رښتیا ده چې تاوتریخوالی ډېر شوی. خو موږ په دې هم خبر یو چې د پردې تر شا ډېر څه روان دي. د سولې د خبرو په اړه هلې ځلې روانې دي.

د سیمې په نورو هېوادونو کې هم خبرې روانې دي، نو داسې هم نه ده چې وضعیت د خرابۍ خوا ته روان دی. خو په دې پوهېږو چې د کابل او جلال اباد او نورو ښارونو لپاره دا یوه سخته شېبه ده. ''

ښاغلي لانزر زیاته کړه، ملګري ملتونه په افغانستان کې د وضعیت د ښه والي لپاره د هغو پلانونو ملاتړ کوي چې افغان دولت یې پلي کول غواړي.

نوموړي ټینګار وکړ چې دی د افغانستان د راتلونکي په اړه هیله من دی، او نړیواله ټولنه باید د تاوتریخوالي د خبرونو ترڅنګ د افغانستان هغه بل انځور هم په پام کې ونیسي چې د ټولنیز پرمختګ ښکارندویي کوي:

''حکومت هڅه کوي چې د اصلاحاتو یوه تکنوکراته اجندا پلې کړي. موږ په ملګرو ملتونو کې د دې ګام ملاتړ کوو. همدا د مخکې تلو لار ده. له همدې لارې به اقتصاد وده کوي او چارې به ښې کنترول کېږي.

که له دې سره سوله او امنیت هم راشي، نو بیا زه د افغانستان په اړه هیله من یم. ما په ډېرو هېوادونو کې کار کړی.

د هغوی په اړه دومره ډاډه نه وم. خو د افغانستان په اړه، سره له دې ټولو ستونزو، زه ویلی شم چې وضعیت په ښه کېدو دی، اقتصاد وده کوي، د مېرمنو ونډه د ژوند په ټولو برخو کې ډېره شوی.

مرستندویه ټولنو ملیونونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکړی او په ښوونځیو کې د نجونو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي ''