د طالبانو سپارلو پر رپوټ د افغان سفیر حیرانتیا

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان لپاره د افغانستان فعاله سفیر عمر زاخیلوال د ځینو پاکستاني رسنیو پر هغو رپوټونو حیرانتیا څرګنده کړې، چې ګواکې پاکستان تېره نومبر میاشت کې د طالبانو او حقاني شبکې ۲۷ مشکوک کسان افغانستان ته سپارلي دي.

د یوه خصوصي پاکستاني ټلویزیون پر دغه رپوټ افغان سفیر پر خپله رسمي ټویټر پاڼه غبرګون څرګند کړی او وايي، 'دا زما لپاره یو خبر دی ' او مانا یې دا ده، چې نوموړي ته هم په دې اړه معلومه نه وه.

سفیر زاخیلوال ویلي که 'دا رښتیا وي، دوه اړخیزو اړیکو کې به لوی پرمختګ وي

. '

د نوموړي دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي چې د افغانستان کورنیو چارو وزیر او ملي امنیت ادارې مشر له لوړ پوړو ملکي او پوځي چارواکو سره د خبرو لپاره اسلام اباد کې دي. په ظاهره داسې ښکاري، چې دوی هم له دې تبادلې خبر نه وو.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فیصل د یوه ټویټر پیغام له لارې اسلام اباد ته د دغو افغان چارواکو سفر تایید کړی او وايي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو ځانګړی پیغام یې له ځان سره اسلام اباد ته وړی. نوموړی زیاتوي افغان پلاوی به نن چارشنبه له پاکستاني چارواکو سره وویني.

خو له دې مخکې تېره شپه ناوخته ډاکټر فیصل په یوه ټویټر پیغام کې د ۲۷ سخت دریځو تبادلې خبر خپور کړ. نوموړي ویلي، پاکستان پر افغان طالبانو او حقاني شبکې فشار ډېر کړی، چې د هغوی له لوري افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره د پاکستانۍ خاورې استعمال مخنیوی وشي.

پاکستان د تبادلې خبر د شپې ناوخته داسې مهال خپور کړ، چې لږ وروسته ترې د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل هېواد کانګریس ګډې جرګې ته لومړنۍ کلنۍ وینا وکړه. خو ولسمشر ټرمپ دغه وینا کې د پاکستان یادوونه و نه کړه.