پاکستان: که هند زموږ هوډ ازمويي، پایله به یې وویني

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستان پوځ وايي، د دغه هېواد باورمن اتومي ځواک د هند مخنیوي کوي او که نوی ډېلی په دې برخه کې د اسلام اباد ازمویل غواړي، خپله به یې نتیجه وویني.

د پوځ د عامه اړیکو د مشر دا څرګندونې د هند د پوځ لوی درستیز له خبرو وروسته دي.

جنرال اصف غفور د پاکستان له دولتي تلوېزون سره خبرو کې وویل، د پوځ لوی درستیز ډېره مهمه وینا کوي او څلور ستوري هغه درجه ده چې د ټول عمر تجربه او پوخوالی پکې راځي

:

"خو له دومره مهم او مسوول پوځي چارواکي( د هند پوځ مشر) سره دا ډول بې مسوولیته وینا خوند نه کوي".

اصف غفور د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، هند که د پاکستان هوډ ازمايي، نو دا کار دې وکړي، خو پایله به یې خپله وویني.

"د پاکستان اتومي ځواک له ختیځ د پېښېدونکی خطر لپاره ده، د پاکستان اتومي وسلې د برید لپاره نه دي، بلکې د دفاع لپاره دي".

د پوځ ویاند د هند د لوی درستیز دا څرګندونې ماشومانه وبللې، چې د پاکستان اتومي وسله یې دوکه بللې ده.

"د یوه مهم چارواکي دا ډول بې اهمیته خبرې خورا بدې دي".

 

له دې مخکې د هند د پوځ لوی درستیز ویلي و چې که حکومت یې امر وکړي، نو د هند وسلوال ځواکونه به له پولې واوړي او پاکستان کې به له عملیاتو شا ته نه شي.

د هندي رسنیو د رپوټ له مخې جنرال بپن راوت زیاته کړې، د پاکستان اتومي ځواک دوکه ده:

"که موږ رښتیا هم له پاکستانیانو سره مخ شو او که ماته دا دنده را کړل شي، نو دا به ونه وایم چې له پاکستان سره اتومي وسله ده او موږ پر پوله ور تېرېدلی نه شو".

خو د پاکستان د پوځ ویاند وايي، که هند پر دودیزو لارو پر پاکستان د برلاسیتوب وړتیا لرلی، نو تراوسه به یې داسې کړي و:

"هند یواځې یو څه درولی او هغه هم زموږ باوري اتومي ځواک دی".

تورنجنرال غفور زیاتوي، پاکستان یو مسلکي پوځ، مسوول اتومي دولت او ویښ قوم لري، چې د چا د دوکې ښکار به نه شي.

د پاکستان د دفاع وزیر ځواب

د هند د پوځ لوی درستیز څرګندونو د پاکستان دفاع وزیر هم پارولی دی.

خواجه اصف په یوه ټوېټ کې د جنرال بپن راوت دا خبرې بې مسوولیته بللې دي:

"که هند غواړي، د پاکستان اتومي ځواک وازمويي، هرکلی یې کوو، هغه وخت به د هندي جنرال شک هم لرې شي".

د پاکستان او هند د پوځي چارواکو دا ناندارۍ په داسې مهال دي چې تېر زېږیز کال کې یې هم له یو بل سره اړیکي له تاوتریخوالي ډک و.

دواړو هېوادونو تېر زېږیز کال یو بل تورنول چې کشمیر کې له اوربند سرغړونه کوي.