'کابل ته د م. م پلاوی د لومړي لاس معلوماتو راټولول غواړي'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان سولې شورا یوې سرچینې بي بي سي ته وویل، په پلاوي کې د امریکا سربېره د چين، فرانسې، روسیې او منځنۍ آسیا د هېوادونو د استازو شتون د دغه پلاوي قوت او اهميت ښوده.

دغه سرچينه وايي احساس کوي چې دوی یوازې د لومړي لاس معلوماتو راټولولو هڅه کوي.

دغه راز ياد پلاوي ښودله چې ملګري ملتونه د امریکا د تګلارې په یو ډول ملاتړي دي. پلاوي ښودله چې هغه جديت چې په دې وروستيو کې امریکا د افغانستان د ملاتړ په اړه ښودلی، په تېره بیا د پاکستان پر وړاندې يې ښودلی د هغو ملاتړی دی

.

دغې سرچينې ویل چې له امنیت شورا د دومره مهم پلاوي سفر داسې احساس هم ورکړی چې افغانانو، سیمې او نړۍ ته يې يو پیغام ورکوي.

اوس ښکاري چې ولسمشر او امنیت شورا مشر به دا د ځان لپاره داسې یو فرصت ګڼي چې د افغانستان دريځونه او غوښتنې دوی ته ور واوروي.

که څه هم په رسمي ډول د دغه سفر اجنډا نه ده خپره شوې، خو دلته په پارلمان کې او دغه راز په دولت کې يې شمېر سرچينې وايي دغه پلاوی د لومړي لاس معلوماتو راټولولو او د حالت د جاج او ارزونې لپاره راغلی.

کابل کې ددغه پلاوي د راتګ له کبله ټینګ امنیت نیول شوی او د ښار زړه کې ځینې لارې تړل شوې دي.

د ولسي جرګې یوه غړي ګل پاچا مجيدي بي بي سي ته وویل، دغه پلاوی به ښايي په افغانستان کې له سیاسي او امنيتي چارواکو، پارلمان او بېلابېلو سرچينو سره له کتلو وروسته امنیت شورا ته یو راپور چمتو کوي.

هغه وايي، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازولۍ او دغه راز ګڼو ادارو د افغانستان د جګړې په تړاو بیا بیا شکایتونه ثبت کړي دي. ګل پاچا مجيدي وايي د افغانستان د خلکو شکایت له ګاونډیو هېوادونو دی. ښکاري چې د هغه منظور پاکستان وي.

دغه پلاوی ښايي د سولې او دلته د روانې جګړې په تړاو معلومات راټول او هغه وارزوي.

په پام کې ده چې دغه پلاوی د افغانستان له سياسي رهبرانو رانيولې تر امنيتي ادارو او د سولې له شورا، پارلمان او نورو سیاسي جريانونو سره ګوري.

دوې ورځې وړاندې امنیت شورا کې د قزاقستان استازي کایروف عمروف، چې ددې شورا مشري پرغاړه لري وویل د امنیت شورا یو پلاوی "د دغه جګړه ځپلي هېواد د ملاتړ په موخه هلته روان دی او غواړي له نژدې ددغه هېواد وضعیت وارزوي".

یوه اونۍ وړاندې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت له سلاکار جنرال مک ماسټر سره هم د افغانستان په تړاو خبرې درلودې او ښاغلي عمروف وویل، ښاغلي مک ماسټر د افغانستان په اړه د امریکا د تګلارې په اړه معلومات ورکړل.

دا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا، چې ۱۳ غړي لري، لومړنی جګپوړی پلاوی دی چې افغانستان ته په درې ورځني سفر تللی.

کابل کې ددغه پلاوي د راتګ له کبله ټینګ امنیت نیول شوی او د ښار زړه کې ځینې لارې تړل شوې دي.