وکیلانو ته د ولسمشر خبرداری

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی
وکیلان چې په هېواد کې د ډېرو بدمرغیو او بدبختیو لامل دي او په ډېرو مسایلو کې دوی مستقیم او غیر مستقیم لاس لري د ولسمشر له لوري نرم اخطار ورکړل شو. ولسمشر غني د ملي پولیسو اکاډمۍ د لسم دور د فارغانو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال د ولسي جرګې وکیلانو ته خبر داری ورکړ چې د مقرریو په خاطر دې نور وزارتونو ته نه ځي او که لاړل، نو دغه جریان دې ثبت او تلویزیونونو له لارې خپور شي

.

د ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو استازي چې له خپل موقف څخه په ناوړه ګټه اخیستنې د حکومتي ادارو مسوولین وېروي، ځکه هغوی ته وایي چې که د دوی کار ونه کړي، نو په ولایتونو کې به خلک د دوی پر ضد را وپاروي، نو د تهدید او فشار له لارې یې دېته اړ کوي چې باید د دوی افراد او اشخاص په ادارو کې مقرر کړي.

د وکیلانو په فشار او واسطه د مقرر شویو کسانوتاوان دادی چې همدغه کسان بیا په ادارو کې د فساد لامل کېږي. غلاوې هم دوی کوي، بداخلاقي هم دوی کوي، وظیفوي غفلت هم دوی کوي او د اداري اصولو پر وړاندې ګډوډي دوی هم رامنځته کوي، لکه ولسمشر چې په خپلو خبرو کې وویل په واسطو مقرر شوي کسان له سنګرونو تښتي او ځینې یې غلاوې کوي.

د دې ترڅنګ دغه په واسطو مقرر شوي کسان د ادارې د نظم او ډسپلین د خرابولولامل هم کېږي، ځکه دغه وړ کسان نه سلسله مراتب مراعتوي او نه هم خپل مشر او مسوول ته درناوی لري او نه یې اوامر پرځای کوي، ځکه هغوی فکر کوي چې څنګه په واسطه هوایي مقرر شوی، نو همداسې د چارو په ترسره کولو او نه ترسره کولو کې هم ازاد لاس لري او هیڅوک نشي کولی چې هغه له دندې ګوښه او یا یې محدود کړي.

د وکیلانو او یا نورو له لوري په فشار او واسطه مقرر شوي کسان نه کاري وړتیا لري او نه هم له خلکو سره ښه چلند کوي. د هغوی کارونه ځنډوي، خلک ځوروي او یا د پیسو او بډو غوښتنه ورڅخه کوي. لنډه دا چې د وکیلانو پر مټ مقرر شوي کسان د ادارې د فلج کېدو او د ټولنې د فاسدوالي لامل ګرځي.

د دې ترڅنګ وکیلان په غصب، قاچاق، اختطافونو او نورو ګڼو مسایلو کې هم یا په خپله مستقیم لاس لري او یا هم د خپلو مقرر شویو کسانو پر مټ دغه وړ کړنې ترسره کوي. دوی همدارنګه له ادارو څخه قراردادونه په زور اخلي. یا د پروژو د تطبیق پرمهال له مسوولینو خپله فیصدي او ونډه غواړي.  مسوولین وېروي او له دوی څخه معلومه فیصدي اخلي او یا هم نورې داسې کړنې کوي چې د قانون او خلکو د توقع خلاف دي.

د ولسمشر غني دغه اخطار ډېر پرځای اخطار دی. هیله ده چې تطبیق ته یې پام وشي. ادارې دې وکیلانو ته ارزښت نه ورکوي او نه دې هم د دوی فرمایشونه مني، ځکه د وکیل دنده د یو چا مقررول، د پروژې تطبیق، د قرارداد اخیستل او د خلکو تهدیدول نه دي. وکیلان خپلې مشخصې دندې لري چې قانون تعریف کړي او هیله ده چې وکیلان خپلو اصلي دندو او مسوولیتونو ته پام وکړي.