درې لوړ پوړي افغان چارواکي د جعل په تور په بند محکوم شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د درو جرمونو پرضد محکمې د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعی الحق عابد، د بلخ ولایتي شورا غړی اصف مهمند په پنځه کاله او دوو میاشتو او د کابل حج او اوقافو رییس عبدالرحمن احمدزی په درې کلونو بند محکوم کړي.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي د بلخ ولایتي شورا غړی آصف مهمند، د حج او اوقافو وزارت مرستیال داعي الحق عابد او د کابل د حج او اوقافو مشر عبدالرحمن احمدزی د اسنادو د جعل په تور په بند محکوم شول

.

دغه چارواکي نن د اداري فساد د سترو جرمونو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د لومړنۍ محکمې له خوا په بند محکوم شوي او د نیولو امر یې ورکړل شوی.

د افغانستان لویه څارنوالي وایي، په بند محکومو شویو چارواکو په یوه موضوع کې جعلي اسناد او د لوړپوړو چارواکو جعلي لاسلیکونه جوړ کړي وو.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي بي بي سي ته وویل، د بلخ د ولایتي شورا غړی آصف مهمند او د حج او اوقافو مرستیال داعي الحق عابد ته محکمې څه باندې پنځه کاله بند او د کابل د حج او اوقافو مشر عبدالرحمن احمدزي ته یې د درې کاله بند سزا اورولې ده:

"په بند د محکومو شویو کسانو له ډلې یو تن یې د حج او اوقافو وزارت برحاله مرستیال دی، بل هغه یې د بلخ د ولایتي شورا غړی او دریم کس یې د کابل د اوقافو مشر دی، پر دوی د جعلي اسنادو د جوړونې او کارونې او له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې تورنه پورې دي، د حج او اوقافو مرستیال او دبلخ د ولایتي شورا غړي ته د پنځه کاله او دوه میاشتې بند او د کابل د اوقافو مشر ته د درې کاله تنفیذي بند سزا اورول شوې ده."

د دغې محکمې یوه لوړپوړي مسؤول د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط بي بي سي ته وویل، په بند محکومو شویو کسانو په بلخ کې د څه باندې ۷ زره متر مربع ځمکې لپاره د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال جعلي لاسلیکونه جوړ کړي وو.

دغې سرچینې زیاته کړه، نن د محکمې غونډې ته له محکومو شویو کسانو یوازې د کابل د اوقافو مشر حاضر شوی و، خو زیاته یې کړه چې د دوو نورو چارواکو مدافع وکیلان په غونډه کې وو.

د عدلي او قضایي مرکز دغه سرچینه زیاتوي، د محکمې له حکم سره سم دغه کسان له دندو لرې شوي او پولیسو ته یې د نیولو امر شوی دی.

دوې ورځې ړاندې هم دغې محکمې د کورنیو چارو وزارت مرستیال له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په جرم په بند محکوم کړی و.

په بند د محکومو شویو کسانو له ډلې مو یوازې د بلخ د ولایتي شورا غړی اصف مهمند وموند او په لنډو کې یې بي بي سي ته وویل، دا محکمه د ده پر وړاندې یوه دسیسه ده.

اصف مهمند له دې وړاندې د بلخ له پخواني والي عطامحمد نور سره شخړه درلوده او هغه یې په اداري فساد تورن کړی و.

د مهمند له دې تورونو وروسته هغه د مزار شریف په هوایي ډګر کې ونیول شو او وروسته په داسې حال کې خوشی شو چې پر بدن یې ظاهراً د ربړونې او شکنجې نښې لیدل کېدې. دغو چارواکو ته اورول شوې سزا وروستۍ نه ده او د عدلي او قضایي مرکز مسؤولین وایي محکومین د استیناف غوښتنه کولای شي.

دوې ورځې ړاندې هم دغې محکمې د کورنیو چارو وزارت مرستیال له واکه د ناوړه ګټې اخیستو په جرم په بند محکوم کړی و.