راپورونه وايي د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د امریکايي ځواکونو او سیمه يیز پاڅونوالو ترمنځ نښته او ورپسې شوې بمبارۍ کې اته پاڅونوال وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
په کابل کې د ناټو ځواکونو په اچين کې نښته تاييد کړې او وايي د دوى غاړې ته یو امریکايي سرتېرى سربېرن ټپي شوی، خوپه دې اړه چې د نښتې بل لورى څوک و په دې اړه یې څه نه دي ويلي.
په اچین کې دسیمه يیزو پولیسو یو قوماندان بلال پاچا وايي په پېښه کې لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي
.
اخوا طالبان ادعا کوی چې برید د دوی د ارتباطي کسانو لخوا شوی چې په سیمه ييزو پولیسو کې ځای په ځای شوی وو.
په دې سیمه کې له تېرو دریوو کلونو راهيسې د داعیش ډله فعالیت لري.