د سیمه ییزو ارګانونو اداره: د نور خبرې شخصي څرګندونې دي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، حکومت ټول قانوني امکانات د بلخ د نوي والي انجنیر محمد داوود په واک کې ورکړي، څو خپل کار پیل کړي.

څو ساعته وروسته له هغې چې عطا محمد نور په مزارشریف کې د خپلو پلویانو په غونډه کې یوشمېر دولتي بنسټونه د بلخ ولایت په ناامنه کولو تورن کړل، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ښاغلي نور دغه څرګندونې د نوموړي شخصي نظر وباله.

د دغې ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، هر حرکت چې د هرچا له خوا وي او د افغانستان ملي ګټې په خطر کې واچوي، د حکومت له غبرګون سره به مخامخ شي

.

اغلې یوسف زاده وايي، ټول هغه قانوني امکانات چې د یوه والي په واک کې ورکول کېږي، د بلخ نوي والي انجنیر داوود ته هم ورکړل شوي دي.

منیره یوسف زاده زیاتوي، د والي په صفت د عطامحمد نور ټول فعالیتونه غیر قانوني دي او رسمیت نه لري.

نوموړې زیاته کړه:

"جناب استاد عطا د بلخ پخوانی والي دی، د هغه څرګندونې د نوموړي شخصي نظر دی، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او د حکومت له نظره انجنیر محمد داوود د بلخ رسمي والي دی، حکومت او د سيمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره به ټول هغه قانوني امکانات چې یو والي ته په واک کی یې ورکوي، انجنیر داوود ته ورکړي، څو نوموړی وتوانېږي خپل کارونه مخکې یوسي."

د اغلې یوسف زاده په خبره، تر هغې چې د بلخ نوی والي معرفي کېږي او خپل کار پيلوي، د بلخ د والي مرستیال به د ټولو دفتري ادارو څارنه کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د یو شمېر رسنیو د راپورونو له مخې، عطامحمد نور د سې شنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې خپلو یوشمېر پلویانو ته په غونډه کې ادعا وکړه چې د ملي امنیت شورا د وزیر اکبرخان ۱۵م سړک په درېیمه کوڅه کې د هغه په خبره یوشمېر ولګردو کسانو ته وسلې وېشي چې بلخ نا امنه کړي.

نوموړي ګواښ وکړ چې دغه وسله وال کسان که چېری مزار شریف ته ورشي نو له هر ډول مشورې پرته به یې وځپي.

ښاغلي نور د والي په صفت د خپل کار د دوام په اړه وویل، تراوسه هم د ملي وحدت حکومت او جمعیت اسلامي ګوند خبرو ته منتظر دی او ترهغه وخته به خپل کار ته دوام ورکوي.
تېره اوونۍ وروسته له هغې چې د ارګ له لورې د عطا محمد نور استعفا ومنل شوه، اجرائیه رئیس وویل چې له دغې استعفا سره د جمعیت ګوند رهبرۍ توافق کړی، خو د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ عطامحمد نور خپل کاري دفتر ته ولاړ او ویې ویل، که حکومت او جمعیت توافق ته سره ونه رسېږي، د ملي وحدت د حکومت د عمر ترپایه به د بلخ والي وي.

دا چې د جمعیت او حکومت ترمنځ خبرې پیل شوي که نه، څه نه وايي، خو ټینګار کوي چې د بلخ د والي په اړه د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ویاندې څرګندونې دوی ته رسمیت نه لري.

د جمعیت ګوند ویاند ذبیح فطرت ازادي راډیو ته وویل:

"دغه څرګندونې په هغې پورې اړه لري، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره زموږ مقابل طرف نه دی، تر هغې چې له ارګ سره زموږ موضوع حل نه شي، دغه اداره موږ ته رسمیت نه لري."

د دوشنبې په ورځ دوو معتبرو حکومتي سرچینو چې ویې نه غوښتل نومونه یې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل، حکومت د بلخ د نوي والي په توګه د انجنیر داوود معرفي کېدو ته ژمن دی.

یادو سرچینو ویلي چې د بلخ د والي په توګه د عطا محمد نور کارونه غیر قانوني دي.