مک ماستر: ټرمپ د پاکستان له کړنو ناهیلی شوی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مک ماسټر وایي چې لدې کبله د پاکستان نه ډیر مایوسه دی چې پاکستان د ترهگرو ډلو ملاتړ کوي او دا کار یې د خپل ولس د گټو په ضد دی.

د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت مشاور مک ماسټر د امریکا غږ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر ټرمپ ولې د پاکستان په اړه ټویټ کړی دی، وویل " ټویټ په خپله دا څرگندوي چې ولسمشر ټرمپ مایوسه شوی دی او مونږ د پاکستان سره د همکارۍ قدر کاوه، خو ټرمپ د پاکستان نه په دی سبب مایوسه شوی دی چې هغوي د ترهگرو ملاتړ ته دوام وکړیدی. هغوي د ترهگرو ډلو ترمنځ توپېر کوي. یواځې د هغه ډلو په ضد اقدامات کوي چې غواړي یې. پاکستان د ترهگرو ډلو نه په بهرنۍ پالیسۍ کې د وسیلې په توگه گټه اخلي

."

د پاکستان په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې د ورځې له ټویټ نه وروسته چې وايي "پاکستان موږ ته پرته له درواغو او خطاایستلو بل څه ندي راکړي" ​د ترهگرۍ په ضد د پاکستان په رول باندې بیا بحثونه پیل شوي دي.

ښاغلي ماسټر په پاکستان تور ولگاوه چې په خپل ملک کې د ترهگرو د ملاتړ سره هغوي د خپلو خلکو گټو ته تاوان رسوی چې د هغه په وینا دا ډیره د مایوسۍ خبره ده.

هغه وویل "پاکستان د خپل ولس د گټو په ضد کار کوي چې د دغو ترهگرو په ضد پرته د کوم توپیر نه اقدامات نه کوي، طالبانو او د حقاني شبکې غړو ته اډې او پناځایونه ورکوي. دغو ترهگرو د پاکستان د ځینو سیمو او د افغانستان نه دوزخ جوړ کړیدی."

مک ماسټر زیاته کړه چې ځېنې کسان وایي چې دا یواځي تورونه دي خو هغه وایي چې امریکا غواړي پاکستان ته یو څرگند پیغام ورکړي ځکه چې د دواړو ملکونو ملگرتیا نوره د دوه مخۍ بار نشي پورته کولی. هغه زیاته کړه "او مونږ دیته ضرورت لرو چې په یوه داسې طریقه په افغانستان کې د ثبات لپاره یو ځاې کار وکړو چې د پاکستان هم په گټه وي."

ښاغلي ماسټر دا هم وویل چې پاکستان ډیر زیات امکانات لري، خلک او اقتصاد یې امکانات لري. او امریکا غواړي دا وگوري چې "پاکستان به د خپلو مفادو لپاره د ترهگرو ډلو په ضد پرته د کوم توپیر اقدامات وکړي او کنه."

د یادونې وړ ده د ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې د پیلیدو نه وروسته په پاکستان فشار زیات شویدی چې په خپل ملک کې د ترهگرو د پناهځایونو په ضد اقدامات وکړي. پاکستان د امریکا تورونه ردوي.

پاکستان د ولسمشر ټوېټ ته هم په غبرگوون کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د خپلې ناکامۍ پړه په پاکستان اچوي.