ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې تایید کړې چې امریکا پر پاکستان مرستې دروي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نکې هیلې تایید کړې، چې متحده ایالتونه له پاکستان سره مرستې بندوي. د سې شنبې پر ورځ مېرمن هیلې نیویارک کې پر پاکستان تور پورې کړ، چې ترهګرو ته پناه ورکوي او په خبره یې 'دوه مخې لوبه کوي. '

د رویټرز خبري اژانس رپوټ کې د مېرمن هیلې له قوله ویل شوي:

''متحده ایالتونه د پاکستان ۲۲۵ میلیونه ډالره مرسته دروي او لامل یې څرګند دی او هغه دا چې پاکستان له کلونو راهیسې دوه مخي لوبه کوي. ''

د رویټرز رپوټ کې دغه راز ویل شوي:

''دوی اکثر موږ سره ګډ کار کوي، خو افغانستان کې زموږ پر ځواکونو د بریدونو لپاره ترهګر لېږي. دغه لوبه د منلو نه ده، موږ ترهګرۍ ضد جګړه کې له پاکستانه د ډېرې همکارۍ تمه کوو. ''

بل لور ته سپینې ماڼۍ ویلي، دوی غواړي پاکستان ترهګرۍ ضد جګړه کې داسې حال کې وویني، چې نور اقدامات کوي او راتلونکو ۲۴ تر ۴۸ ساعتونو کې به د پاکستان په اړه نور جزیات په ډاګه شي.

د نیکې هېلې له دې څرګندونو مخکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تور پورې کړی و، چې یوه نیمې لسیزې مودې کې پاکستان له امریکا میلیاردونه ډالر تر لاسه کړي دي، خو بدل کې یې له دروغو او دوکې پرته هېڅ نه دي ورکړي.

د ښاغلي ټرمپ له دې څرګندونو وروسته د پاکستان بېلا بېلو ښارونو کې امریکا ضد مظاهرې شوې دي.

د پاکستان په رسمي دریځ کې بیا ویل شوي، چې دواړه هېوادونه باید ګډ فعالیت وکړي، ځکه له منفي څرګندونو هېڅ نه تر لاسه کېږي.

د سې شنبې پر ورځ د لومړي وزیر شاهد خاقان عباسي په مشرتابه د پاکستان ملي امنیت کمېټې په دې تړاو غونډه وکړه، چې پکې دفاع، کورنیو چارو وزیرانو د پوځ مشرانو په ګډون مهمو شخصیتونو ګډون کړی و.

له غونډې وروسته د پاکستان دفاع وزیر خرم دستګیر بي بي سي ته وویل:

''غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د دې پر ځای چې د منفي څرګندونو له لارې هدف ته ورسېږو، موږ به په ګډه همکارۍ افغانستان کې د سولې لپاره هلې ځلې کوو او د ترهګرو پر ضد به جګړه کوو، چې غوره بریا ومومو. ''