ټرمپ: پاکستان تېر ايستلي يوو، نور داسې نشي کېداى

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ پر پاکستان نيوکه کوي
د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر پاکستان تور پورې کړى چې امريکا ته يې دروغ ويلي او دا هېواد يې په داسې حال کې تېر ايستلى چې په وروستيو کلونو کې ميلياردونه ډالر مرسته ترلاسه کړې.
ښاغلي ټرمپ پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي " امريکا په تېرو ١٥کلونو کې په احمقانه ډول پاکستان ته څه د پاسه ٣٣ ميليارده ډالر مرسته کړې، خو هغوى له دروغو او غولونې پرته موږ ته هېڅ نه دي راکړي، او زموږ پر مشرانو يې د ساده گانو گومان کړى. دوى هغو ترهگرو ته خوندي

ځايونه ورکړي چې موږ يې افغانستان کې لټوو. موږ سره يې په دې برخه کې ډېره کمه مرسته کړې او دا حالت نور دوام نشي کولاى."

د ولسمشر ټرمپ اداره په دې غور کوي چې پاکستان ته د څه د پاسه ٢٥٠ ميليارده ډالرو مرسته چې ټاکل شوې وه تېر اگسټ کې ورکړل شي لا نوره يې وځنډوي او که څنگه.


 
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خواجه آصف پر ټوېټر خپاره کړي يوۀ پيغام کې ويلي چې دوى به د ولسمشر ټرمپ ټويټ ته ژر ځواب ووايي. نوموړى زياتوي چې نړيوالو ته به رښتيا، او د حقيقت او خيالي خبرو ترمنځ توپير څرگند کړي.

په امريکا کې د افغانستان سفير حمدالله محب د ولسمشر ټرمپ دا وينا افغانانو ته يوه هيله بښوونکى پيغام بللى. ښاغلي محب پر خپل ټوېټر پاڼې ليکلي:

"د ولسمشر ټرمپ د ٢٠١٨ م کال لومړنى ټويټ. هغو افغانانو لپاره هيله بښوونکى پيغام چې له اوږدې مودې راهيسې د پاکستان مېشتو ترهگرو له لوري ځورول شوي دي."

پاکستان په خپله خاوره کې د اورپکو د خوندي ځايونو خبره تل رد کړې، او وايي ترهگرۍ پر وړاندې جگړه کې يې د سر او مال ستر زيانونه گاللي دي.

پاکستان او امريکايۍ مرستې
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپلې يوې وروستۍ گڼې کې لیکلي، دا امکان شته چې له پاکستان سره د امریکا ۲۵۵ ملیونه ډالر مرسته د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د کړکیچنوالي له امله وځنډیږي.

کله چې څو میاشتې وړاندې د رپوټونو له مخې د پاکستان په مرسته یوه امریکايۍ- کاناډايۍ کورنۍ چې حقاني شبکې تښتولې وه، راخوشې شوه، یو وسله وال هم ونیول شو چې ویل کیږي د یوه بل امریکايي په اړه چې تښتول شوی مهم معلومات لرل.

امریکايي چارواکو له پاکستانه وغوښتل چې پرې یې ږدې له دغه کس څخه څېړنې وکړي، خو پاکستان په دې برخه کې همکاري ونه کړه ، هغه څه چې د ورځپاڼې په وینا د دواړو هېوادونو ترمنځ یې اړیکي لا خړ پړ کړي.


جاشوا بویل له ژغورنې وروسته د ټورنټو په پیرسن هوايي ډګرکې رسنیو سره خبرې کوي
د دغې کورنۍ له را خلاصولو وروسته وویل شول چې امریکا پاکستان ته ځنډول شوې مرسته ورکوي ، خو ورځپاڼه د امریکايي سرچینو په حواله زیاتوي چې اوس امریکا له پاکستان سره د ۲۵۵ ملیونه امریکايي ډالرو مرستې د نور ځنډولو په اړه غور کوي.

د دې مرستو ځنډول له پاکستانه د امریکا د ناخوښۍ په مانا بلل کیږي، ځکه واشنګټن له اسلام اباد غواړي چې د ترهګرۍ پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي خو پاکستان وايي ډیر څه یې کړي دي.

ورځپاڼه زیاتوي په تېرو څو اونیو کې امریکايي مشرانو په دې اړه غونډه کړې او یو امریکايي چارواکی وايي په دې اړه به وروستۍ پریکړه څو اونۍ وروسته وکړي، خو دغه چارواکي نه دي ویلي چې د پاکستان له لوري د کومو شرطونو په پوره کولو سره دغه مرسته تر لاسه کولی شي.

ورځپاڼې له پاکستان سره د مرستې پر سر خبرې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ لپاره یو ازمېښت بللی چې امریکا څومره وکولی شي اسلام اباد له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د خپلو غوښتنو منلو ته قانع کړي.

پاکستان ته د امریکا له لوري تر ټولو وروستی او سخت خبرداری تېره اونۍ د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پېنس له افغانستان د لیدنې پرمهال ور کړ.