د "هاګ" محکمې له‌خوا په افغانستان کې د جنايي جرمونو له ثبتولو د سپېدار هرکلی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې د عدالت د ټینګښت لامل ګرځي.

په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې تر اعلان وروسته چې له افغانانو یې د بشري حقونو او جنګي جرمونو اړوند شکایتونو د ثبت غوښتنه کړې د افغانستان اجرائیه ریاست وايي، حکومت د هر هغه اقدام هرکلی کوي چې په دغه هېواد کې د قانون د حاکمیت او د عدالت د ټینګېدو لامل ګرځي

.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال مرغومې ۰۷» ازادي راډيو ته وویل، په افغانستان کې ډېری جنایتونه د ترورېستي ډلو او د حکومت د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا ترسره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"هر هغه څه چې په افغانستان کې د قانون حاکمیت او د عدالت د ټینګېدو لامل کېږي افغان حکومت‌یې هرکلی کوي. تاریخ‌يې د هاګ محکمې له‌خوا ټاکل شوی او موږ هیله‌مند یو هغوی چې زیانمن شوي مراجعه ورته وکړي، خو زه ټینګار کوم هغه جنایتونه چې شوي ډېر یې د خلکو د دښمنانو په ځانګړي ډول د طالبانو له‌خوا شوي دي."

د جرمونو دغې نړیوالې محکمې له افغانانو غوښتي چې د هغو ظلمونو، بشري سرغړونو، د بدو کړنو او نورو په اړه له دوی سره خپل شکایت ثبت کړي کوم چې تر ۲۰۰۳ میلادي کال وروسته ورسره شوي دي.

محکمې د دغو سرغړونو د ثبت لپاره د جنورۍ ۳۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې او ویل شوي چې دغه کسان کولای شي خپل شکایتونه د هغې انترنټي پاڼې له لارې چې له همدې امله په پښتو، دري او انګلیسي ژبو د افغانانو لپاره پرانیستل شوې د هالنډ په هاګ کې د جرمونو نړیوالې محکې ته ورسوي.

خو د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي وايي، په افغانستان کې تر ۲۰۰۳ میلادي کال دمخه هم په ډېر شمېر سره جنګي جرمونه پېښ شوي او بشري حقونه نقض شوي دي.

د دغې جرګې نایب منشي فیصل سمیع ازادي راډيو ته وویل، غوره به دا وي چې دا یاده محکمه د شکایتونو د ثبتولو لپاره ټاکل شوې موده وغځوي.

نوموړي زیاته کړه:

"که ټاکل شوې وي چې دوی د جنګي جرمونو اړوند موارد وڅېړي، ښه به دا وي چې له ۱۹۹۲ کال نه وروسته‌یې بررسي کړي او دا چې انټرنټ ته د افغانانو لاسرسی کم دی، نو غوره به دا وي چې دا موده لږه زیاته او افغانانو ته ډېر وخت ورکړل شي."

د ښاغلي سمیع په وینا اکثره افغانان او په ملي شورا کې د دوی استازي په هاګ کې د جرمونو د نړیوالې محکمې له دغه اقدامه هرکلی کوي او هیله‌مند دي چې په افغانستان کې جنګي جرمونو او بشري سرغړونو ته هر اړخیزه رسیدنه وشي.