صرافانو نن په ټول افغانستان کې کاري اعتصاب کړی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د صرافانو اتحادیې نن په ټول افغانستان کې د صرافانو پر وړاندې د امنیتي ګواښونو د زیاتیدو په اعتراض کې خپلې صرافۍ تړلي دي او ګواښ کړي، که افغان حکومت د صرافانو امنیت د خوندیتوب غم و نه خوري، نو دوی به خپلې سرمایې هم له افغانستان څخه بهرنیو هیوادونو ته وباسي.

دا کاري اعتصابپه جلال اباد ښار کې د ملتان په نوم د یوه صراف له وژل کېدو وروسته شوی دی.

د ملتان د وژل کیدو ویډیو چې په ټولنیزو رسنیو کې هم په پراخ ډول خپره شوې، پکې لیدل کیږي چې يو وسله وال غل د هغه صرافۍ ته ننوزي او صراف ملتان په ډزو وژني اود هغه له صرافۍ پیسې وباسي

.

د صرافانو د اتحادیې رئيس قاضي میر افغان نن په شهزاده سرای کې د صرافیو د دکانونود بندولو په مهال وویل صرافان د ناامنۍ له سخت ګواښ سره مخ دي او حکومت دې د دوی امنیت وساتي.

قاضي میرافغان وویل "که د صرافانو امنیت و نه نیول شي نو مونږ به خپل کاري اعتصاب ته دوام ورکړو".

هغه وویل صرافان د ځان او مال له جدي ګواښونو سره مخ دي او که حکومت پاملرنه و نه کړي، نو خپلې پانګې به وباسي.

د صرافانو اتحادیه وايي، په تېر یوه کال کې شپيته صرافان د اختطاف چیانو لخوا یا وژل شوي او یا هم د پیسو په خاطر خپله یا یې د کورنۍ غړي یرغمل شوي دي.

دا صرافان د خپلې امنیت په تړاوو سخته اندېښنه ښيي او وايي، چې پانګه یې له افغانستان نه د وتو په حال کې ده.

د ځینو صرافانو په ويناء په همدې یوه کال کې تر سلو صرافانو افغانستان پریښی او پانګه یې ویستې ده.