د کابل برید کې "۴۱ کسان وژلي‌ او ۸۴ ټپیان دي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

کابل کې پر یوه رسنیز دفتر برید کې لږ تر لږه ۴۱ کسان وژل شوي او ۸۴ نور ټپیان دي. چارواکو ویلي، دغه برید د پنجشنبې پر ورځ غرمه مهال پل سوخته سیمه کې پر یوه کولتوري او رسنیز مرکز شوی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت سلاکار وحیدالله مجروح وايي، برید کې ۴ ښځې او ماشومان وژل شوي او ۸ ښځې ټپیانې شوې دي.

اسلامي دولت نومې ډلې(داعش) ویلي برید دوی کړی دی. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خبره، د پېښې په ځای کې تر ځانمرګي برید وروسته دوې پرلپسې چاودنې هم شوي، چې تلفات یې نه لرل

.

نوموړي ویلي، مرګژوبله د ځانمرګي برید له امله پېښه شوې او هدف یې هم د 'تبیان کلتوري مرکز ' و.

صدای افغان - اوا خبري اژانس پر خپله ویب پاڼه لیکلي، یوه ځانمرګي بریدګر د دوی د رسنۍ په دفتر کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ور کړې ده.

 

د صدای افغان - اوا دفتر مشر سید حسن حسیني وايي،، په دغه کلتوري مرکز کې پر افغانستان د شوروي یرغل د ۳۸مې کليزې په مناسبت څېړنیزه غونډه روانه وه چې ځانمرګی برید پکې تر سره شوی دی.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایه ریاست د خبرپاڼې په خپرولو دغه پېښه غندلې ده.

تر اوسه کومې ډله د برید مسوولیت نه دی منلی، خو تر دې وړاندې په افغانستان د اسلامي دولت نومي ډلې (داعش)د شعیه ګانو پر مذهبي ځایونو ورته بریدونه تر سره کړي دي.

وسله والو طالبانو د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، یاد برید د دوی کار نه دی.

د روان کال د نومبر په ۷مه پر شمشاد ټلوېزیون وسله وال برید وشو چې پړه یې داعش ډلې منلې وه.

پر دې سربېره د روان کال په اکټوبر میاشت کې هم په کابل کې د شعیه لږکیو پر جومات برید وشو چې له امله یې ۳۹ کسان ووژل شول.