عطا محمد نور: زما د استعفا په تړاو د ارگ پرېکړه را ته د منلو نه ده

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عطا محمد نور وايي د ارگ دا پرېکړه چې گواکې د ده استعفا يې منلې ردوي او خپله دنده نه پرېږدي.

ښاغلي نور چې له خپلو يو شمېر پلويانو سره له ليده کاته وروسته هغوى ته وينا کوله وويل ولسمشر غني ته وړاندې شوې استعفا پاڼه زړه ده چې ورسره مله شرايط پوره نشول، نو له دې امله يې نه مني.

خو د ولسمشرۍ وياند شاه حسين مرتضوي د ښاغلي نور وروستۍ وينا ته په غبرگون کې بي بي سي ته وويل "استعفا يوځل کېږي، چې وشوه او ولسمشر هم ومنله. د ارگ دريځ هماغه دى چې اعلان شوى

."

ښاغلى نور وايي د ارگ د دغه اقدام پر وړاندې به يې غبرگون اوس د قانون په اډانه کې يوازې مدني خوځښت وي خو که پر وړاندې يې زور وکارول شي نو هر غوراوى به په پام کې ونيسي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې ويناپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې ولسمشر غني د بلخ د والي عطا محمد نور استعفا منلې ده.

د ارګ په وينا پاڼه کې، چې نن سهار رسنیو ته استول شوې وه راغلي، چې ښاغلي نور دا استعفا څه مهال مخکې کړې وه.

دا په داسې مهال کې ده چې له يوې مودې راهیسې د عطا محمد نور د استعفا کولو یا نه کولو بحثونه تاوده شوي و.

د وروستیو ورځو رپوټونو ویل چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله دواړه له بلخ ولایت د ښاغلي نور د لرې کېدلو غوښتونکي دي.

جمعيت اسلامي گوند هم د ښاغلي نور په تړاو د افغان حکومت د پرېکړې اعلان نامسوولانه او په بېړه شوې پرېکړه بللې وه.

جمعيت: د عطا نور په تړاو د حکومت د پرېکړې اعلان نامسوولانه گام دى

د دغه گوند له لوري خپرې شوې وينا پاڼه کې پرته له دې چې د استعفا ټکى وکارول شي راغلي چې د ښاغلي عطا محمد نور په اړه د افغان حکومت د پرېکړې دا اعلان د افغانستان امنيت، ثبات او د ملي وحدت حکومت له هوکړه ليک سره په ټکر کې دى او دغه گوند يې غندي.