په پېژندپاڼو کې د افغان، ملیت او دین کلمو راوړل تایید شول

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ولسي او مشرانو جرګې ګډ کمېسون د برېښنايي پېژندپاڼې د وېش په تړاو د افغان ولسمشر وروستی تقنیني فرمان تایید کړ.

په برېښنایي تذکرو کې د افغان، اسلام او ملیت کلمو لیکلو/ نه لیکلو پر سر جنجالونو ظاهرا د تذکرو د وېش بهیر مخه ډب کړې وه چې بیا یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په اړه تقنیني فرمان صادر کړ.

په فرمان کې راغلي وو چې په پېژندپاڼو کې دې پر افغان او اسلام کلمو سربېره د ملیت یا قومیت کلمه هم ور ځای شي

.

ولسي جرګې دغه فرمان ته د رد خو مشرانو جرګې بیا د تایید رایه ور کړه. د ولسمشر د یاد فرمان د ارزولو په موخه د ملي شورا د دواړو جرګو ګډ کمېسون جوړ شو چې تر یو لړ بحثونو وروسته یې د پېژندپاڼو په اړه د ولسمشر وروستی فرمان تایید کړی دی. د برېښنايي تذکرې چارواکي وايي، چې د ګډ کمېسون پرېکړې سره د دې تذکرې له مخې خنډونه لرې شول او دوی به راتلونکو دوو اونیو کې تذکره وېشل پیل کړي.

د ولسي جرګې یوه غړي نادرخان کټوازی د ګډ کمېسون د پرېکړې هرکلی کوي.

نوموړی په خپله فیسبوک پاڼه لیکي: چې د تذکرې د وېش په مخ کې هر ډول خنډ له منځه لاړ.

افغان کلمه چې ځینې افغان قومونه یې ځانګړي قوم(پښتون) ته منسوبوي د برېښنايي تذکرې د وېش په مخ کې خنډ بلل کېده، د پلویانو او مخالفانو ترمنځ یې څو کلن جنجال راپورته کړی و.

د همدې جنجال له امله پر ۲۰۱۳ کال افغان ولسي جرګې د برېښنايي تذکرې قانون داسې تصویب کړ چې پکې افغان کلمه او قومیت نه ذکر کېده.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د تېرې مارچ میاشتې په دویمه نېټه یو فرمان صادر کړ چې له مخې یې باید په پېژندپاڼه کې د افغان، قومیت او دین کلمې را وړل شي.

مګر ولسي جرګې د تېر اکتوبر پر ۳۰ په داسې ورځ چې له نیمايي ډېر غړي یې ناسوب و، د ولسمشر فرمان رایې ته وړاندې کړ.

د رایو پایلې وښوده چې اکثریت غړو د دې فرمان خلاف رایه ور کړې ده.

د ولسي جرګې له دې پرېکړې وروسته په کابل او مختلفو ولایتونو کې د افغان کلمې په ملاتړ مظاهرې وشوې.

د ولسي جرګې له دې ګام وروسته مشرانو جرګې تېره میاشت( د نومبر ۱۹) په اکثریت رایو سره د افغان کلمې په ملاتړ رایه ور کړه.

له هغه وروسته د دواړو جرګو ګډ کمېسون جوړ شو، چې په تذکره کې د افغان کلمې د را وړلو یا نه راوړلو پرېکړه وکړي.

دغه کمېسون د دوشنبې په ورځ د رایو په اکثریت د ولسمشر غني دا فرمان تایید کړ چې له مخې یې پېژندپاڼه کې افغان کلمه را وړل کېږي.

په پېژندپاڼه کې د افغان کلمې د راوړلو پرېکړه په داسې مهال ده چې څو ورځې مخکې ولسمشر وویل ډېر ژر به د برېښنايي تذکرې وېش پیل شي.

د برېښنايي تذکرې د خپلواکې ادارې مرستیال ویس پایاب وايي، چې د ګډ کمېسون پرېکړې سره د دې تذکرې له مخې خنډونه لرې شول او دوی به راتلونکي اونۍ تذکره وېشل پیل کړي.

"را روانو یو دوو اونیو کې به لومړنۍ برېښنايي تذکره ښاغلي ولسمشر ته ور کړو او وروسته به دا لړۍ افغان وګړو ته پیل شي".

برېښنايي پېژندپاڼه د ټاکنو د روڼتیا او په دې به

یر کې د درغلۍ د مخنیوي لپاره هم مهمه بلل کېږي.

خو ښاغلی پایاب وايي، ښايي د پارلماني ټاکنو تر مهال( که په خپل وخت کېږي) دا پېژندپاڼه ټولو وګړو ته ونه وېشل شي.

د برېښنايي تذکرې چارواکي زیاتوي چې ښايي ټولو افغانانو ته د دې پېژندپاڼې وېش تر درېیو یا څلورو کلونو وخت ونیسي.