نا تایید شوي راپورونه وايي چې انجنیر محمد داوود د بلخ والي ټاکل شوی او عطا محمد نور برطرفه شوی دی.

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دا خبر وروسته له دې خپرېږي چې عطا محمد نور د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند له پلاوي سره په خبرو کې د بلخ له ولایته استعفا رد کړه، ورپسې د جمعیت ګوند ځینو مشرانو اعلان وکړ چې د ولسمشر او اجرايي رييس په شمول هیڅ قدرت عطا محمد نور د بلخ له ولایته لېري کولی نه شي.

کره راپورونه وايي چې پلاوي نور ته ویلي چې په خپله خوښه استعفا وکړي خو وروسته له دې چې نوموړي انکار وکړ د جمعیت په پلاوي کې اختلاف پیدا شو، ځینو د نور د دریځ ملاتړ وکړ او ځینو نورو یې مخالفت وکړ.

ایراني رسنیو ته د بلخ د والي نژدې سرچینو ویلي چې نور ته ویل شوي چې له دې ایسته د بلخ والي نه ګڼل کېږي او پر ځای یې انجنیر داوود ګومارل شوی دی.

ټول راپورونه تاییدوي چې د بلخ له ولایته د عطا محمد نور له استعفا سره دواړه هم ولسمشر او هم اجرايي رييس موافق دي.

په همدې حال کې د ایران تسنیم خبري اژانس د اجرايي ریاست د مطبوعاتي مسوول په قول ویلي چې د ملي یووالي حکومت له عطا محمد نور څخه غوښتي چې له بلخ ولایته لاړ شي، کنې د افغانستان د دولت اجرايي ریاست به له نورو انتخابونو کار واخلي.

که څه هم دا نه ده واضیح شوې چې له نورو انتخابونو منظور څه دی خو ګومان کېږي چې له نظامي قوې څخه په استفادې به د بلخ د ولایت له مقام څخه د عطا محمد نور د ایستلو هڅه کېږي.

ارګ یا اجرايي ریاست تراوسه پورې د نور د برطرفۍ او د انجنیر داوود د مقررۍ په اړه رسماً څه نه دي ویلي.

تر دې پخوا هم د عطا محمد نور د استعفا یا برطرفۍ په اړه څو ځلې خبرونه خپاره شوي خو وروسته رد شوي دي.