پېښور: د کرنې پر روزنیز مرکز ډله ییز برید کې 'نهه کسان وژل شوي'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د خیبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د کرنې وزارت پر یوه روزنیز مرکز ځانمرګي بریدګرو ډله ییز برید کړی چې له امله یې نهه کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. د تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي دغه برید دوی کړی دی.

چارواکو ویلي، برید کې د یوه څوکېدار په ګډون ۹ محصلان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.

پېښور کې د بي بي سي خبریال رحمان الله د چارواکو له قوله وايي، وژل شویو کې ډېر کسان محصلین دي. ویل کېږي برید داسې مهال پیل شو، چې لیله کې ډېری محصلین ویده وو

.

ځايي روغتون کې یوه ټپي شوي محصل شاه زیب بي بي سي ته وویل: په ډزو راویښ شوو، یوه دروازه پرانیستې وه او ټولو له هغې دروازې د تېښتې هڅه کوله، خو کوم محصلین چې به د لیلې انګړ کې بریدګرو لیدل په ډزو یې ویشتل ''

د خیبر پښتونخوا پولیسو مشر صلاح الدین مسعود رسنیو ته وویل: درې بریدګر په چادریو یا برقعو کې یوه رکشه کې سیمې ته راغلي وو.

نوموړی وايي ''لنډ ځنډ وروسته امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته ورسېدل او له دوو لیلیو نه یې بریدګر تر یوې لیلې پورې محدود کړل. ''

د نوموړي په وینا ''که بریدګر دویمې لیلې ته رسېدلي وای، ښايي تلفات ډېر شوي وای. ''

پاکستاني پوځ ویلي، ټول بریدګر یې له منځه وړي دي.

په سیمه کې چاڼيز عملیات پیل شوي دي.

د وسله والو په ډله ییز برید کې د کمې مرګژوبلې لامل د میلاد النبي او جمعې ورځې رخصتۍ او همدارنګه سیمې ته امنیتي ځواکونو پر وخت رسېدل په ګوته شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې ویلي دغه برید دوی کړی او ادعا یې کړې چې بریدګرو یې د پاکستان د څارګرې ادارې په پټنځاي کې د دې ادارې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.

د خیبر پښتونخوا د کرنې انسټیټیوټ، پېښور پوهنتون ته څېرمه د خیبر مډیکل هسپتال په ګاونډ کې دی.