چاه بهار، د هند او ایران نژديوالي ته اندېښمن پاکستان

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ایرانی ولسمشر حسن روحاني د دسمبر پر درېیمه نېټه د چاه بهار بندر پراختیايي پروژې د لومړي پړاو پرانیستنه کوي. رپوټونو کې ویل شوي لوړ پوړي افغان او هندي چارواکي به دغو مراسمو کې ګډون کوي.

تېر کال افغانستان، هند او ایران د یوې نړېوالې لارې جوړولو پرېکړه کړې وه.

هند غواړي افغانستان ته د رسېدو لپاره دغه لار وکارووي، خو پاکستان پرې اندېښمن دي

.

پاکستان تور پورې کوي، چې هند افغانستان کې لاسوهنه کوي او داسې اندېښنې لري، چې ګواکې هند غواړي پاکستان له دوو خواو تر فشار لاندې راولي.

تېره میاشت هند افغانستان ته همدې لارې د غنمو یو بار لېږلی. هند ژمنه کړې، چې ۱۱ سوه زره ټنه غنم د مرستې په توګه افغانستان ته ولېږي.

دغه غنم د سمندر له لارې چاه بهار بندر ته استول کېږي او له هغه ځایه به لاریو کې افغانستان ته لېږدول کېږي.

له هند نه افغانستان ته اسانه لار له پاکستانه تېریږي، خو د دواړو هېوادونو سیاسي اړیکي داسې دي، چې د اوس لپاره دغه لار تړلې ده او له همدې کبله د بحیره عرب له لارې د یوې بلې لارې لټون کېږي.

افغانستان، هند او ایران د ۲۰۱۶ کال په مې میاشت کې د دغې نړیوالې لارې رامنځته کولو پرېکړه کړې وه او له هغه راهیسې یې ودانیزې چارې روانې وې.

هند هڅه کوي له دغې لارې منځنۍ اسیا، روسیې او ان اروپا ته د رسېدو هڅه وکړي. داسې وړاندیز هم شته، چې چاه بهار د اورګاډي پټلیو سره وتړل شي او دې لړ کې به هم هند مرسته کوي. د دې تر څنګ به د چاه بهار وړتیا هم زیاته شي، خو پاکستان د دغې ټولې پروژې په تړاو اندېښنې لري.

پاکستان وايي، هند افغانستان کې لاسوهنه کوي او غواړي افغان حکومت یې تر نفوذ لاندې واوسي، چې له دوو لوریو پر پاکستان فشار وساتي.

د هند دریځ دا دی، چې افغانستان سره تاریخي اړیکي لري او یوازې د بشري خواخوږۍ پر بنسټ دغه هېواد سره مرستې کوي.

بل لور ته امریکا کې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ له ټاکل کېدو وروسته د نړیوالې راهدارۍ دغه پروژه له یوه خطر سره هم مخامخ ده.

ښاغلی ټرمپ غواړي له ایران سره اتومي هوکړه لغو کړي او که داسې کېږي کېدای شي هغه نړیوال شرکتونه هم له بندیزونو اغېزمن شي، چې ایران سره کاروباري راکړه ورکړه کوي او له دغو شرکتونو پرته به د دغې پروژې عملي کول ستونزمن وي.

د هند لپاره ښه خبر نه بلل کېږي.

د هند لپاره دا غور شېبه بلل کېږي، چې غواړي افغانستان ته ورسېږي، خو د پاکستان له لارې ناشونې ده او کېدای شي نوې لار کې هم خنډونه رامنځته شي