د روسیې او مصر تر منځ د نویو پوځي همکاریو هوکړه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

روسیه له مصر سره د هغې پوځي هوکړې د طرحې متن خپور کړی چې په لړ کې به یې دواړه هېوادونه وکولی شي یو د بل له هوايي حریم او پوځي اډو کار واخلي.

د مصر او روسیې ترمنځ د پوځي هوکړې مسوده یوه ورځ وروسته له هغه په ډاګه کیږي چې د روسیې دفاع وزیر سیرګې شویګو مصر ته تللی و او له ولسمشر عبد الفتاح السیسي او خپل مصري سیال صدقي صبحي سره یې وکتل.

په رپوټونو کې ویل شوي چې د یاد شوي متن په اړه له مصري چارواکو سره خبرې شوي او دغه متن د روسیې لومړي وزیر دیمیتري میدویدف تایید کړی دی

.

مصري چارواکو په ښکاره د دې هوکړې په اړه څه نه دي ویلي خو امریکايۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي چې د مصر یوې پوځي سرچینې تایید کړې چې د مصر او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ په اړه خبرې شوي دي.

په سوریه کې د ولسمشر بشار الاسد په ملاتړ د روسیې پوځي حضور چې ظاهرن یې د دغه هېواد د رژیم د ړنګیدو مخه ونیوله، روسیه غواړي په سیمه کې خپل پوځي فعالیت نور هم پراخ کړي.

امریکایي رسنیو د مصر او روسیې ترمنځ کېدونکې پوځي هوکړه د مصر له خوا له امریکې د بیزارۍ یوه نښه بللې.

مصر په سیمه کې د امریکا نږدې ملګری هېواد ، امریکا له ۱۹۸۰ کال راهیسې هر کال مصر ته یو اعشاریه درې ملیارده ډالره مرسته ورکوي او په تېرو څو کلونو کې یې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د څه باندې اویا ملیارده ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړي دي. خو په مصر کې پر بشري حقونو د تیریو له کلنیو مرستو نږدې درې سوه ملیونه مرسته ځنډول شوې ده.

د روسیي هوايي ځواکونو له خوا د مصر پوځي اډو کارولو هوکړه د مصر له ګاونډي هېواد لیبیا سره هم تړاو لري.

په تېره مارچ میاشت کې امریکايي چاروکو ویلي و روسیې له لیبیا سره ګډې پولې ته څېرمه د مصر په خاوره کې خپل ځانګړي ځواکونه ځای پر ځای کړي، خو مسکو دغه خبرې رد کړې وې.

روسیې دغه راز په لیبیا کې له مخکني پوځي جنرال خلیفه حفتر سره چې د یوه پوځي ځواک مشري کوي، هم اړیکې ټینګې کړي.

څه موده وړاندې خلیفه حفتر په مدیترانه کې د روسیې الوتک لېږدوونکې بیړۍ ته ورغی او د روسیې له دفاع وزیر سره یې د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.