محمود خان اڅکزى: پاکستان دې ډېموکراتيک وي گنې خداى پامان

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

په پاکستان کې مخکښ پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزی وايي، په دغه هېواد کې د ډېموکراسي پلويو او ولسواکۍ ضد قوتونو وروستۍ مقابله ده چې په خبره يې که دا ځل هم ډېموکراسي ځپل کېږي، نو پاکستان به ماتېږي.

دا خبري ښاغلي اڅکزي د پاکستان اوسني سیاسي وضعیت په کتو له بي بي سي سره په يوه ځانګړې مرکه کې کړې دي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، په پاکستان کې د خپل واک ولسي حکومتونه نه یوازې د دغه هېواد لپاره ښه دي، بلکې د افغانستان او هند په شمول د نړۍ لپاره هم تر ټولو ښه بېلګه کېدلی شي

.

ښاغلی اڅکزی وايي،د پاکستان پخوانی لومړی وزیر نواز شریف اوس په هغه لار رهي شوی، چې له مودې راهیسې ددغه هېواد پښتانه، بلوڅ، سندیان او سرايکي ملتپال سیاستوال روان و. دده په ټکیو همدا په پاکستان کې د مېشتو قامونو لپاره د زوی زېری دی، چې د پنجاب له منځه یو کس ددوی پر پله پل ږدي.

محمود خان اڅکزی او پلویان يې چې پخوا به يې په پاکستان کې تر ډېره سیاست د پنجاب ضد راڅرخېده، اوس د واکمن ګوند مسلم لیګ ن ډلې له مشر او پخواني لومړي وزیر نواز شریف سره اوږه په اوږه ولاړ دي.

د مرده باد چیغې

نوموړی وايي، دغه ملګرتیا يې یوازې او یوازې د ډېموکراسۍ لپاره ورسره ده. د ښاغلي اڅکزي په خبره، که نن هم نواز شریف د پاکستان له اساسي قانونه مخ واړوي، د مرده باد چیغې به پسې وهي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، پاکستان د پنځو قامونو فدراسیون دی او که هر څوک همدا په زور چلول غواړي نو ؛خیال است و، محال است و جنون او په زور کلي نه جوړېږي.

د چین او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلیز په تړاو محمود خان اڅکزی وايي، که سوله نه وي، ددغه دهلیز جوړېدل ناشونی دی او دده په خبره د سولې مانا له افغانستان، هند او نورو څنګلوریو هیوادونو سره سوله ده، چې تل يې پر پاکستان په خپلو خپلو هیوادونو کې د لاسوهنې تورونه پورې کړي.

ددې پوښتنې په ځواب کې چې د ښاغلي شریف په واکمنۍ کې د چین او پاکستان اقتصادي راهدارۍ غربي لاره چې پر پښتون مېشتو سیمو تېرېده، واړول شوه؟ ښاغلي اڅکزي وویل، له پخواني لومړي وزیر سره يې ملګري د ګټو او لاس ته راوړنو په خاطر نه، بلکې د ډېموکراسۍ او اساسي قانون لپاره ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، پاکستان د پنځو قامونو فدراسیون دی او که هر څوک همدا په زور چلول غواړي نو ؛خیال است و، محال است و جنون او په زور کلي نه جوړېږي.

د ښاغلي اڅکزي په خبره پاکستان به د ادارو لپاره نه، بلکې ادارې به د پاکستان لپاره وي او که داسې نه وي نو د داسې پاکستان چلېدل ناشونی دی.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ اړیکو ته په پام سره محمود خان اڅکزي وویل، هر پاکستانی چې د هند او افغانستان د دوستۍ پر ضد دی، هغه د پاکستان دوست نه دی او باید دغه سوچ لرې کړي. د ښاغلي اڅکزي په خبره که افغانستان پاکستان ته همداسې ووايي، چې له چین سره دوستي مه کړه، نو د پاکستان او وګړیو به يې څه ځواب وي؟