د افغانستان مشرانو جرگې د اجراييه رياست دويم مرستيال محمد محقق د هغو څرگندونو په تړاو اندېښنه څرگنده کړې چې ويلي د افغانانو په گډون د هغو جنگياليو مننه کوي چې د سوريې په جگړه کې يې برياوې ترلاسه کړي دي.
ښاغلي محقق چې دا څرگندونې د ايران په پلازمېنه تهران کې د "محبان اهل البيت" په نامه يوه غونډه کې کولې وويل
:
"زه له هغو جنگياليو مننه کوم چې په دغو جگړو کې يې همکاري کړې. له عراقه نيولې د ايران، سوريې، افغانستان، پاکستان او د نړۍ د نورو برخو د جنگياليو چې په دغو جگړو کې گډون کړى مننه کوم. په حقيقت کې دا د کفر او د استکبار د توطيو پر وړاندې د اسلام جگړه وه."
ښاغلي محق همداراز په دغه برخه کې د حزب الله مشر حسن نصرالله او د ايران "سپاه پاسداران" د قومندان قاسم سليماني ستاينه وکړه او د هغوى رول يې "جوت" وباله.
ويل کېږي ښاغلى سليماني سوريې جگړې لپاره د فاطميون ډلې بنسټ اېښوونکى هم دى چې غړي يې افغانان دي.
د افغانستان د مشرانو جرگې د دارالانشاه مرستيال مشر ډاکټر محمد فيصل سميع بي بي سي سره په خبرو کې د ښاغلي محقق څرگندونې نا مسوولانه وبللې او وېي ويل "دا سمه نه ده چې د افغانستان يو لوړ پوړى چارواکى د دغه راز يوې مسلې په تړاو څرگندونې کوي او هغه هم دغسې حالاتو کې چې موږ خپله د ترهگرۍ له گواښ، جگړې، بېوزلي او ناوړه حالت سره مخامخ يو. په مشرانو جرگه کې نن د جرگې غړو په دې تړاو سختې نيوکې وکړې."
د ښاغلي محقق څرګندونې د ولسي جرګې په دهلېزونو کې هم د بحث موضوع شوې وه
د ولسي جرگې دويم مرستيال مشر محمد نذير احمدزي د ښاغلي محقق څرگندونو ته په غبرگون کې وويل "ولسي جرگې وړاندې هم په بهرنيو هېوادونو کې په تېره د سوريې په جگړه کې د افغانانو گډون غندلى اوس يې هم غندي."
افغان حکومت لا د ښاغلي محقق د څرگندونو په تړاو غبرگون نه دى ښوولى خو ښاغلى احمدزى وايي د ښاغلي محقق څرگندونې د هغه شخصي نظر دى او د حکومت د دريځ استازيتوب نه کوي.
ښاغلي محقق په خپله وينا کې افغانستان کې د داعش ظهور ته په اشاره دا هم وويل چې د افغانستان شمال چې خوندي سيمه وه اوس د داعش په راتگ نا آرامه شوې ده.
د چارو څارونکي په دې باور دي چې د ښاغلي محقق دا څرگندونې به افغان حکومت او په خپله هغه ته ښايي سياسي عواقب ولري.