افغانستان کې د لمري برېښنا پر سترې پروژې هوکړه لاسلیک شوه

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د افغان حکومت او اسیا پرمختیايي بانک تر منځ د ۲۰ میګاواټه لمريزې برېښنا د تولید تړون لاسلیک شو. د لمريزې برېښنا د تولید پروژه د پلازمېنې کابل اړوند د سروبې ولسوالۍ په نغلو سیمه کې جوړېږي.

پر دغه پروژه ټولټال ۴۴ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د اسیا پرمختیايي بانک به یې ور کړي.

افغانستان چې وار دمخه د برېښنا انرژۍ له کمښت سره مخامخ دی، د خپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره له خپلو شمالي ګاونډیو برېښنا واردوي

.

د ماليې وزیر اکیل حکیمي ویلي، افغانستان د ۳۰۰ لمري ورځو په لرلو د لمري برېښنا د تولید پروژو لپاره وړ هېواد دی.

د لمريزې برېښنا د تولید توکو ټيټې بیو په مخ پر وده هېوادونو کې د انرژۍ تولید ته لېوالتیا ډېره کړې ده.

وړاندې د لمريزې برېښنا تولید ته ډېر لګښت پکار و، خو د رپوټونو له مخې په نړیوالو بازارونو کې د لمري برېښنا د تولید توکو بیې په سلو کې ۶۲ لوېدلي دي.

هغه سیمې چې برېښنا نه لري یا یې برېښنا ته لاسرسی نه کېږي لکه افغانستان او د افریقا یو شمېر هېوادونه، نو د فوټو وولټیک تختو پر مټ ورته له لمره د برېښنا تولید ارزان او اسان بدیل کېدای شي.

د اسیا پرمختايي بانک د افغانستان څانګې مشر سمویل تومیوا وايي، په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ غوښتنه ډېره شوې ده:

" د لمري برېښنا نوې توليدي پروژه، چې په افغانستان کې لومړنۍ ستره هغه ده، نه یوازې د پاکې او باورمنې انرژۍ د ترلاسه کولو اسانتیا برابروي، بلکې په راتلونکې کې د لمري برېښنا د تولید په برخه کې د دولت او خصوصي سکتور د پانګونې د استحکام ښکارندويي هم کوي."

په افغانستان کې د شته برېښنا ډېره برخه له نورو هېوادونو واردېږي.

د افغانستان د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، دغه هېواد ۳ ګیګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چې دمګړۍ له کورنیو سرچینو ۳۰۰ میګاواټه برېښنا په لاس ور ځي.

نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د برېښنا په برخه کې میلیاردونه ډالر لګولي ، خو لا هم په دغه هېواد کې د برېښنا انرژۍ ته لاسرسي محدود دی.

د اسیا پرمختیايي بانک د شمېرو له مخې په دغه هېواد کې ۳۲ سلنه خلک برېښنا ته لاسرسی لري.

د افغانستان د برښنا شرکت ویاند وحیدالله توحیدي بي بي سي ته وویل، په نغلو کې له جوړېدونکي پروژې په لاس ورتلونکې لمري برېښنا به د افغانستان په درېوو ولایتونو ووېشي:

" تولید شوې لمري برېښنا به پر کابل سربېره ختیځو ولایتونو لغمان او ننګرهار ته هم ور کړل شي."

د نوموړي په خبره، د نغلو د لمري برېښنا د تولید پروژه به د جوړونې قرارداد تر لاسلیک وروسته؛ د یوه کال په موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د سرچینو په خبره، د نغلو لمري برېښنا پروژه به په یوه ساعت کې ۴۳۰۰۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي چې له امله به یې په لومړي کال د ۱۳۰۰۰ ټنو کاربن ډای اکساید د تولید مخه ونیول شي.

په افغانستان کې له دې مخکې هم په بېلابېلو ولایتونو کې د دولت او خصوصي سکتور له خوا له لمره د برېښنا تولید کوچنۍ پروژې پلې شوې دي.

پر لویو لارو، دفترونو، ښوونځیو او شخصي کورونو سربېره په لرې پرتو سیمو کې د کروندو د خړوبولو لپاره له لمره تولید شوې برېښنا ګټه اخلي.