ټرمپ: پوتین په ټاکنو کې د لاسوهنې تور ځان ته سپکاوی بولي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا ولسمشر وايي، د اسیا- اوقیانوسیه سرمشریزې په بهیر کې روسي سیال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د امریکا تېر کلنو ټاکنو کې مسکو لاسوهنه نه ده کړې.

ښاغلي ټرمپ له روسي سیال سره په ویتنام کې دا لنډه لیدنه ګټوره وبلله او ویې ویل ما یو ځل بیا وپوښت هغه ټاکنو کې لاسوهنه رد کړه.

ډونلډ ټرمپ وايي، له روسي سیال سره تر لیدنې وپوهېد چې ویلادیمیر پوتین د کرېملین د لاسوهنې تور سپکوونکی بولي

.

ډونلډ ټرمپ دا خبرې ختیځې اسیا ته د خپل ۱۲ ورځني سفر په وروستیو ورځو کې وکړې او یو ځل بیا یې د امریکا رسنیو کې د خپل بریالیتوب په هکله د روسیې د رول په تړاو بحثونه را پورته کړل.

د امریکا ۱۶ امنیتي او څارګري بنسټونو تېره جنوري په یوه خوله وویل چې ترلاسه شوي سندونه ښيي:

روسیې د تېر کال نومبر ټاکنو پایلو کې د لاسوهنې لپاره پرلپسې هڅه کړې ده، چې ډونلډ ټرمپ پکې بریالی شو.

په ورته مهال د امریکا څارګرې ادارې د نومبر پر ۱۱ یو ځل بیا وویل چې دا اداره د جنورۍ میاشتې رپوټ ملاتړ کوي او تېر کلنو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنې په تړاو یې په ارزونه کې بدلون نه دی راغلی.

 

دا سي ای اې دا بیان د ډونلډ ټرمپ وروستیو څرګندونو ته یو ډول ځواب بلل کېږي.

د امریکا عدلیې وزارت د تېر پسرلي منځنیو کې د ډونلد ټرمپ له خواد د اېف بي ای د مشر جېمز کومي له بې واکه کولو وروسته- چې په دې برخه کې یې پلټنې کولې ـ یو ځانګړی څارنوال د خپلواکو پلټنو لپاره وګوماره.

 

دغه څارنوال چې خپله هم د اېف بي ای مشر پاتې شوی تېرو شپږو میاشتو کې د ځینې وکیلانو او پلټنوکو په همکارۍ د امریکا په تاکنو کې د ډونلد ټرمپ ټاکنیز ټیم سره د روسیې د اړیکو په هکله څېړنې وکړې او لومړنی احضاریې یې د ښاغلي ټرمپ د ټاکنیزې ډلې څو غړو ته واستولې.

خو د امریکا ولسمشر په دې تړاو د سي ای اې یا نورو څارګري ادارو رپوټونه مهم نه بولي او ولسمشرۍ ټاکنو کې د روسیې لاسوهنې په هکله پلټنې "د ځان بدنامولو لپاره دسیسه او یا ټاکنیزو سیالیو کې د ډیموکراټانو د ماتې د پیکه کولو هڅه" بولي.

ښاغلی ټرمپ ټینګار کوي چې د ده په اند پوتین دا تور "سپکوونکی بولي" او دا "د امریکا لپاره ښه نه ده".

کله چې وپوښتل شو د روسیې د ولسمشر په خبرو باور لري، نو ځواب یې و:

"کله چې د روسیې ولسمشر ډېر څرګند او ځواک سره وايي، نه، بیا تاسو خبرې نه اوږدئ، بلکې د سرویې او اوکراین په څېر مسلو لور ته خبرې بیایئ".

وروسته یې وویل، چې د روسیې د ولسمشر پر ادعا یې باور کړی دی.

له دې سره د امریکا رسنیو کې یو ځل بیا پر سپینې ماڼۍ نیوکګرو(نیوکه کوونکو) ښاغلی ټرمپ په دې وتراټه چې د خپل هېواد د امنیتي او څارګري ادارو په مقابل کې ولاړ دی.

دوی د ډونلد ټرمپ د ټاکنیز مرکز پخواني مشر پل منافارټ او د ډونلد ټرمپ د بهرني سیاست یوه سلاکار جورج پاپادوپلوس- چې له کرېملین سره یې اړیکه منلې- ته رسمي احضاریو ته په اشارو وايي، چې سپینه ماڼۍ نور په ټاکنو کې د روسیې لاسوهنه سیاسي چل نشي بللی او ژر یا په وروسته باید ځواب ورته ووايي.