"سوریې ته ایران لېږلو افغانانو افغانستان کې اندېښنې پیدا کړې"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له امریکا چاپېدونکې نیویارک ټایمز ورځپاڼه وايي، یران په تېرو څو کلونو کې زرګونو افغانان روزلي او بیا یې سوریې ته د هدفي وژنو جګړې لپاره استولي.

د افغان کنډک (فاطمیون) غړو چې چانټې یې تړلې وې، د ایران د مذهبي مشر څرګندونې ستایلې.

ورخپاڼه وايي، سوریه کې جنګېدلو افغانانو اوس په کور د ننه افغانستان کې لوی سرخوږی او بحثونه راپورته کړي، او داسې اندېښنه شته چې افغانستان به یوځل بیا د هدفي او فرقه يي وژنو او جګړو ډګر وګرځي

.

ورځپاڼه د انقلاب ساتونکي ځواک د یوه تورنجنرال خبره را اخلي چې وايي د فاطمیونو لېوا د اسلامي ارزښتونو دفاع کوي او هېڅ سرحد نه پېژني.

 

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي، "دا ډېر خطرناک کار دی، کله چې سوریه کې جګړه ختمه شي، د فاطمیون ملېشې برخلیک به څنګه کېږي؟ وېره دا ده چې په سیمه کې د ایران او سعودي رقایت ډېر او افغانستان ته یې پښې راوڅکول شي. زما په اند دا شخړه اوس عملاً هلته لېږدېدلې ده."

د ۱۹۹۰ کلونو نیابتي جګړه

اوس له امریکا خپرېدونکې نیویارک ټایمز لیکي افغانستان ته د دغو کسانو چې د فاطمیون لېوا په نوم یوه تشکیل کې جګړه کوي بېرته راستنېدلو په اړه اندېښنې شته چې یو لامل یې تاریخي دی.

ورځپاڼه په افغانستان کې د ۱۹۹۰ کلونو کورنۍ جګړې ته اشاره کوي چې د سیمې ځینو قدرتونو یې تر شا لاس درلود او د ځانګړو مذهبي او سیاسي ډلو په مټ یې نیابتي جګړه مخته وړله.

د ورځپاڼې په باور، اوس افغانستان کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې له خوا پر شیعه لږکیو د بریدونو ډېرېدو وېره په زیاتېدو ده، چې دا هم ایران ته په سیمه کې ښکېلتیا ته اړباسي.

ورځپاڼې د عبد الحمید په نوم د یوه افغان خبرې راخیستې وې چې د بامیان اوسیدونکی دی. ده ویلي په سوریه کې یې جګړه کړې ده او هلته یې د پاکستان، عراق او لبنان جنګیالي هم لیدلي.

د هغه په خبره، افغانان د فاطمیون ، پاکستانیان د زینبیون او عراقیان د حیدریون په نوم یادېدل.

عبد الحمید ورځپاڼې ته ویلي په یوه شپه پر دوی سخت برید وشو، ده ادعا کړې چې په دغې شپه یواځې دوه سوه افغانان ووژل شول، خو دی د هغو دیرشو کسانو په ډله کې و چې په دغې شپه ټپیان شول.

 

د رپوټ پربنسټ، ایران له مودې راهیسې افغانستان کې د پوځي ښکېلتیا پرځای له نرم ځواک ډېره تکیه کوي او هڅه یې دا ده چې د افغانستان په سرحدي لوېدیځو سیمو کې خپل کلتوري، مذهبي او اقتصادي نفوذ ډېر کړي.

د ایران انقلابي ساتوکي ځواک (سپاه پاسداران) د قدس ساتونکو یوه جنرال او مرستیال قومندان اسمعیل قانع په وروستیو کې د یولړ مراسمو پرمهال افغان جنګیالیو ته ویلي وو، سوریه په سیمه کې د ایران لپاره اوږدمهاله او لویه ستراتیژیکه سیمه ده:

"فاطمیون نوی کلتور دی، د زړورو ځوانانو ټلواله چې له اسلامي ارزښتونو د دفاع لپاره پولې نه ويني".

دا ډېر خطرناک کار دی، کله چې سوریه کې جګړه ختمه شي، د فاطمیون ملېشې برخلیک به څنګه کېږي؟ وېره دا ده چې په سیمه کې د ایران او سعودي رقایت ډېر او افغانستان ته یې پښې راوڅکول شي. زما په اند دا شخړه اوس عملاً هلته لېږدېدلې ده.رحمت الله نبیل, د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر

نړیوالې اندېښنې

د ایران په دغه ګام نړیوالو ادارو هم اندېښنې ښودلې دي.

د تېر اکتوبر پر لومړۍ نېټه د بشري حقونو د څار سازمان هم پر ایران غږ وکړ چې په جګړه کې دې د ماشومانو کارولو لړۍ ودروي.

دا اداره وايي د ایران انقلابي ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) په سوریه کې د بشارالاسد رژیم په پلوي جګړې ته ان ۱۴ کلن افغان ماشومان استولي دي.

"د نړیوال قانون له مخې،‌ په جګړه ییزو فعالیتونو کې تر ۱۵ د ټیټو کلونو ماشومان ګومارل جنګي جرم ګڼل کېږي".

دې ادارې له ملګرو ملتونو د ایران د دغه کار په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

له ایران د افغان حکومت غوښتنه

د دې ادارې له غوښتنې وروسته د افغانستان د بهرنیو جارو وزارت له ایراني چارواکو په تېره سپاه پاسدران وغوښتل چې په هغه هېواد کې مېشت افغان ځوانان او تنکي زلمیان د سوریې جګړې ته ونه ګوماري.

د وزارت ویاند احمد شکیب مستغني بي بي سي ته وویل، په ایران کې افغان کډوال په زور او هیلې ور کولو سره د نړیوالو اصولو خلاف چارو ته مجبورې

د ښاغلي مستغني په خبره، د سوریې جګړې ته د افغان تنکیو زلمیانو د لېږلو او هلته د وژل کېدو په اړه یې د ایران په ګډون نورو کوربه هېوادونو ته خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

فاطمیون لېوا هېڅ سرحد نه پېژني

اوس داعش ډلې په افغانستان کې په څو ځایونو کې پر شیعه وګړو مرګوني بریدونه کړي، له سوریې راستانه شوي وسله وال وايي دغه ډول حملې د ایران انقلاب ساتونکي ځواک په خپلو تبلیغاتو کې یادې کړې.

ډېر افغانان چې د سوریې جګړې ته ځي، بې قانونه کډوال دي او د میاشتې د ۶۰۰ ډالرو تنخا او له جګړې وروسته ایران کې د اوسېدولو او کار ورکولو اجازه لیک په بدل کې دې جګړې ته زړه ښه کوي.

ورځپاڼه وړاندې لیکي د یمن په جګړه کې بیا نور افغانان د سعودي په پلوۍ جګړه کوي.

ورځپاڼه د ځینو سرچینو په حواله ادعا کوي چې لږ تر لږه زر تنه افغانان په پاکستان کې د کډوالو له پنډغالو یمن ته تللي او د سعودي عربستان په پلوۍ جګړه کې برخه لري.

رپوټ زیاتوي، د فاطمیون لېوا ملېشې هم د یمن په جګړه کې د شیعه حوثیانو د ملاتړ لپاره برخه لري.

پر نړیوالو رسنیو سربېره سیمه ییزې رسنۍ هم وخت ناوخت په سوریه کې د ایران له خوا جنګېدونکو افغانانو په هکله رپوټونه خپروي.

د تېر سپټمبر وروستیو کې عرب نیوز ورځپاڼې هم په یوه رپوټ کې ولیکل چې یو شمېر افغانان د بې وزلۍ او د مذهبي دلایلو له امله په سوریه کې د ایران په پلوۍ جګړه کې برخه لري.

د ورځپاڼې د اټکل له مخې شاوخوا اوه سوه زره افغانان په ایران کې په ناقانونه توګه ژوند کوي او دا هغه څه دي چې د ایران چارواکو ته یې د سوریې جګړې لپاره د جنګیالیو د جذبولو ښه زمینه برابره کړې ده.ږي.