طالبانو باجوړ کې پاکستاني پوځيان وژلي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

پاکستانى پوځ وايي، ډیورنډ کرښې ته څېرمه باجوړ کې يې دوه سرتېري په یوۀ وسلوال برید کې وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.

د پوځ په وينا بریدگر د کرښې له افغان غاړې پاکستان ته ور اوښتي او هلته پر مېشتو پوځيانو يې بريد کړى.

پاکستاني طالبانو په رالېږلي يوۀ برېښنالیک کې د دغه برید پړه منلې او ويلي دغه سرتېرو پر ډېورند کرښې اغزن تار غځوۀ چې دوى ورباندې بريد وکړ. د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراسانی وايي، کله چې پاکستاني پوځیانو د باجوړ په سیمه کې پر کرښې اغزن تار غځوۀ، دوى يو شمېر

سرتېرو ته مرگژوبله واړوله.

خراساني زیاتوي، د دوى سرچينو ورته دغې سيمې ته د پاکستاني ځواکونو د ورتگ خبر ورکړى و او دوی وار له مخه پاکستاني سرتېرو ته په څو يا کمین کې ناست و. د پاکستاني طالبانو په وينا په دغه برید کې د دوی یو وسلوال هم وژل شوی او یو ژوبل دی.

د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو ادارې یا ای ایس پي ار له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې د وژل شويو سرتېرو نومونه "تورن جونېد حفیظ " او "سرتېری رحم" ښودل شوي، چې نن دوشنبه په باجوړ کې د دوى په وينا د نامالومو وسلوالو په بريد کې له منځه تللي.

که څه هم د افغانستان دولت تراوسه پورې د پاکستاني پوځ د دغې ادعا په اړه چې گواکې بريدگر دې له افغانستانه ور اوښتي وي، څه نه دي ویلي، خو وړاندې يې دغه ډول تورونه بې بنسټه بللي دي.

د پاکستاني پوځ په دغه ادعا کې زیاتوي، د افغانستان غاړې ته پر پرتې سیمې د افغان دولت د نه واک له امله وسلوال په دغه ډول بریدونو کې بریالي کېږي. د پوځ په خبره په ځوابي برید کې وسلوالو ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړل شوى او له لسو تر اتو پورې وسلوال يې ووژل او ځيني نور يې په ټپي حالت کې بېرته افغان غاړې ته واوښتل.

پاکستان په دې وروستیو کې پر ډيورنډکرښه د اغزن تار لګول پيل کړي، چې وايي، موخه يې پر یاده کرښه د وسلوالو د تګ راتګ مخ نيوى دى خو افغان حکومت د پاکستان دغه گام غندلى او وايي د اغزن تار غځولو سره يوازې پر کرښې پراته قومونه سره بېلېږي.