سټولټنبرګ: موږ په افغانستان کې پاتې کېږو

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د بلجیم په مرکز بروکسل کې خبرې غونډې ته نن چهارشنبې «۱۳۹۶کال لړم۱۷»وویل چې د دوی ځواکونه به په افغانستان کې پاتې شي، ترڅو افغان ځواکونه وروزي چې له ترهګرو سره جګړه وکړي.

د ناټو عمومي منشي د ناټو او د هغې د شریکانو د دفاع وزیرانو د دوه ورځنۍ غونډې په پيل کې دا خبره هم وکړه چې طالبان نه دې توانېدلي چې په تېر یو کال کې کوم مهم ځای ونیسي نو دوی پر ملکیانو بریدونه زیات کړي دي.

ینس سټولټنبرګ د افغانستان راتلونکې انتخابات مهم وبلل او ژمنه یې وکړه چې د انتخاباتو د امنیت په برخه کې به افغان ځواکونه وروزي چې هم د پارلماني انتخاباتو او هم تر هغه وروسته د ولسمشرۍ د انتخاباتو امنیت تامین شي.

د افغانستان په اړه به د پنجشنبې په ورځ، یعني سبا ډېرې خبرې وشي.

د افغانستان په استازیتوب د ملي دفاع وزارت د سرپرست طارق شاه بهرامي په مشرۍ افغان پلاوی به په سبانۍ غونډه کې برخه اخلي.

 

په بروکسل کې د ناټو یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل چې په سبانۍ غونډه کې به د دې خبرې پر جزئیاتو بحث وشي چې ناټو غواړي۳۰۰۰ نور سرتېرې افغانستان ته ولېږي، په دغو عسکرو کې دوه زره اووه سوه امریکایي او اته سوه هم د نورو هېوادونو دي.

د ناټو دغه مقام چې ازادي راډيو ته دا خبره وکړه دا هم وویل چې دغه شمېره د تغییر په حال کې ده، په سبانۍ غونډه کې به معلومه شي چې څومره پوځیان کوم هېواد لېږي او د څومره عسکرو د لېږلو ژمنه کوي.

په دې دوه ورځنۍ غونډه کې نن چهارشنبې تر ډېره د شمالي کوریا د اټمي ګواښ مسئله څېړل کېږي د ناټو عمومي منشي نن وویل چې شمالي کوریا د نړۍ لپاره یو ګواښ رامنځته کړی دی او نړیوال یې باید مخه ونیسي چې د ده په وینا ناټو په خپله هم د دې تهدید مخه نیولی شي.

او تمه ده چې د امریکا د متحد ایالتونو دفاع وزیر جیمز متېس نن په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې ترڅنګ د غونډې له برخه والو سره په منځني ختیځ کې د داعش پرضد د ائتلافي ځواکونو پر مبارزې خبرې وکړي.