سرچینې: د بلخ والي به ډېر ژر استعفا وکړي او یا به هم له دندې ګوښه شي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ځینو حکومتي سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې ښايي ډېر ژر د بلخ د والي عطا محمد نور د برخلیک په اړه پرېکړه وشي.

دغه باوري سرچینې چې نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي وايي، د ښاغلي عطا محمد نور د ځای ناستي په اړه له اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره بحثونه شوي دي.

بل‌خوا یوې بلې حکومتي سرچینې ازادي راډیو ته ادعا وکړه چې ښايي په نږدې راتلونکي کې ښاغلی نور یا استعفا وکړي او یا هم له دندې ګوښه شي.

دغې سرچینې که څه هم د نوم له اخیستلو ډډه وکړه خو، ازادي راډیو ته دا هم ویلي چې له اجرائیه ریاست څخه یو پلاوی بلخ ته تللی، څو د بلخ د ولایت په څوکۍ کې د رامنځته کېدونکي تغییراتو په اړه له عطا محمد نور سره خبرې وکړي.

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د عطا محمد نور نظر هم واخلو، خو بریالي نه‌شو.

په ورته وخت کې د جمعیت اسلامي ګوند د ویاند مرستیال ذبیح‌الله فطرت بیا وايي چې له اجرائیه ریاست څخه هېڅ پلاوی بلخ ته نه‌دی ورغلی.

مګر د جمعیت اسلامي ګوند ویاند عبدالشکور واقف حکیمي ازادي راډیو ته تائید کړه چې د دې ګوند پلاوي له عطا محمد نور سره کتلي دي.

حکیمي زیاته کړه، دا چې ښاغلی نور به په راتلونکي کې څه رول ولري بحث وشو، مګر په وینا یې دا بحث وروستی شوی نه‎دی.

له حکیمي مو وپوښتل چې ایا د عطا محمد نور د استعفا او یا هم پر لیرې کېدو بحث شوی یا نه؟ هغه وویل:

"د نوموړي د لیرې کېدو بحث نه‌دی شوی، بحث پر دې شوی چې ښاغلی نور به په راتلونکي کې څه رول ادا کړي او اوس څه پرېکړې وشي."

په دې اړه تر اوسه اجرائیه ریاست څه نه‌دي ویلي، خو په حکومت کې یوې بلې سرچینې ویلي چې دا پلاوی د اجرائیه ریاست څخه نه، بلکې د جمعیت اسلامي ګوند په استازیتوب بلخ ته تللی دی.

عطا محمد نور له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۱۴ میلادي کاله پورې د بلخ والي و چې د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نوموړی د بلخ سرپرست وټاکه.

خو د روان کال د فبرورۍ په میاشت کې ښاغلی نور یو ځل بیا د ولسمشر غني په امر د بلخ والي وټاکل شو.

ښاغلی نور د ۲۰۱۴ میلادي کال په انتخاباتو کې له عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ وښود.

هغه په وروستیو کې پر ملي یووالي حکومت تند انتقادونه هم درلودل.