"ځینې کسان د ټاکنو پر ځای بل بن کانفرانس جوړېدل غواړي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د خپل ګوند په لومړۍ کنګره کې وویل، راتلونکې پارلماني ټاکنې باید په خپل وخت وشي.

ګلبدین حکمتیار په دې باور دی چې په ټاکنو کمېسیون کې د بدلون راوستلو سره ځینې کړۍ غواړي ټاکنې له خپل وخت وځنډېږي:

"ځینې ګوندونه په ټاکنو کې له حزب وېرېږي پوهېږي چې څوک به ملت ټاکي. هغوی ته خپل راتلونکی روښان دی".

ګلبدین حکمتیار دا خبرې د لویې جرګې خېمه کې د خپل ګوند لومړۍ کنګره کې وکړې، چې د دې ګوند مختلفې څانګې پکې راټولې دي.

دا کابل ته د حکمتیار تر راتګ وروسته لومړی ځل دی چې حزب اسلامي مخلفو څانګې سره راټولې کړې.

د ښاغلي حکمتیار دا څرګندونې له هغه څو ورځې وروسته دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یې د خپل ګوند یوه طرحه هم وړاندې کړه.

هغه مهال هم نوموړي وویل، ټاکنې باید په خپل وخت وشي.

د ګلبدین حکمتیار له څرګندونو څو ورځې مخکې په دې ورستیو کې یو شمېر سیاسي مخکښو څېرو له حکومته د ټاکنو په کمیسیون کې د بدلونونو غوښتنه کړې او د ټاکنو کمیسیون د غړو په بې پرې والي یې نیوکې کړې دي.

هغه د نن ورځې غونډې ته په وینا کې هم ورته خبره وکړه او په وینا یې ځینې غواړي د ټاکنو پر ځای د بن په څېر غونډه وشي واک بیا د څو ډلو او څو هېوادونو ترمنځ ووېش شي:

"امریکا روسیه، ایران او یوه وړه برخه پاکستان ته ورکړل شي اصل کې کې درې برخو ووېشل شي او هغوی یې خپلو ډلو ته ور کړي".

ګلبدین حکمتیار په پارلماني ټاکنو کې څوکۍ پر حوزو وېشل غوره وویل، او په وینا یې هره حوزه باید یو وکیل ولري.

نوموړي غزني بېلګه یې یاده کړه چې د لسو ولسوالیو یو وکیل هم نشته او نورو ولسوالیو څخه یې وکیلان دي.

ده وویل، چا داسې ګومان نه کاوه چې حزب به سره راټولېږي او تور یې ولګاوه چې ان ځینې وخت د حزب د نوم په اخیستلو سره نیول کېدل او وژل کېدل.

د حزب کنګره

حزب درې ورځنۍ کنګره کې د پلازمېنې کابل او مختلفو سیمو درې زره غړي راټول کړي دي.

ګلبدین حکمتیار وویل، د حزب په دې کنګرې سره غواړي ګوند بیا منظم کړي.

"د حزب په نوم ګڼ دفترونه دي، د دې لپاره لومړی کار دا و چې دا سره ټول شي، بیا بېل بېل ادرسونه نه وي".

"حزب غړو پخوا هم نه دي ویلي چې بېله ډله جوړوي، د هر یوه وینا دا وه چې د حزب په وینا راغلي او کله چې د حزب مرکزي دفتر پرانیستل شي دوی به خپل دفترونه تړي".

د هغه په خبره، نورو ګوندونو کې اختلاف شته، خو حزب کې نشته:

"دښمن ډېره هڅه کړې چې دا ګوند ټوټې کړي، شوروي هم حزب ته د اصلي دښمن په سترګه کتلې د افغانستان او افغان ولس دښمن حزب ته د ستر ګواښ او دښمن په سترګه کوي".

ګلبدین حکمتیار په خپلو خبرو کې وویل، چې د پخوانۍ مرکزي شورا پر ځای له اوسنیو شرایطو سره برابره مرکزي شورا جوړېږي.

نوموړي دا هم وویل چې خپل ګوندي تشکیلات به ان تر ولسوالیو ورسوي.