د ډیورنډ په اړه د برتانیا سفیر څرګندونو وروسته د ښاغلي اتمر غبرګون

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له هغه درې ورځې وروسته چې په کابل کې د بریتانیا سفیر د ډیورنډ کرښې په تړاو څرګندونې وکړي، اوس افغان حکومت په دغه هېواد کې له بهرنیو دیپلوماتانو ،غوښتې چې د افغانستان تاریخي او سیمه ییزو ارزښتونو ته په پام سره خبرې وکړ ي.

د افغانستان ملي امنیت شورا په یوې خبرپاڼه کې له بهرینو دیپلوماتانو غواړي، د افغانستان حقوقي او تاریخي مسلو لکه، ډېورند کرښې په تړاو د دغه هېواد دریځ ته درناوی وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، په افغانستان کې بهرني دیپلوماتان باید د افغانانو تاریخي او ملي ارزښتونه درک او د خلکو حساسیتونو ته په کتو څرګندونې وکړي

.

که څه هم د ملي امنیت شورا له خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې د کوم ځانګړي هېواد د دیپلومات نوم نه دی اخیستل شوی، خو تېره اونۍ په کابل کې د بریتانیا سفیر نیکلاس کي له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، نړیواله ټولنه د ډېورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه پېژني.

ښاغلي کي همداراز ويلي و، د پولې خوندي ساتلو په موخه پاکستان حق لري، له افغانستان سره پر پوله اغزن سیم وغځوي.

د برتانیا سفیر بي بي سي ته دا هم ویلي و، چې هېواد یې له پاکستان غواړي په خپله خاوره کې د وسلوالو د پټنځیو او افغانستان ته د هغوی د تګ مخنیوي وکړي.

"پاکستان له خپلې خاورې افغانستان ته د ترهګرو د تګ راتګ په مخنیوي او د دوی د پټنځیو په کمولو سره په ریښتیا په افغانستان کې د تلپاتې سولې په ټینګولو کې مهم رول لوبولی شي. زما په اند افغانستان ته د پاکستان د لوی درستیز وروستي سفر د دې دوو هېوادونو د اړیکو د ښه والي لپاره هیلې پیدا کړې دي".

نیکلاس کي پر ډیورنډ کرښه د پاکستان د ازغن تارغځولو په هکله ویلي، و چې اسلام اباد له خپلې خوښې سره سم د پولې د کنټرولولو لپاره د خپلې پرېکړې حق لري.

افغان دولت له پاکستان سره خپله پوله، چې ۲۴۰۰ کیلومټر اوږدوالی لري، په رسمیت نه پېژني.

کابل وایي، هغه تړون چې په ۱۸۹۳ کال د افغانستان د هغه وخت پاچا امیرعبدالرحمان خان او د برتانیايي چارواکي سر مورټیمر ډیورنډ تر منځ لاسلیک شوی و، ور ته د منلو نه دی. خو نړیواله ټولنه او پاکستان دغه کرښه د رسمي پوله پېژني.