شمشاد له برید وروسته بېرنه خپرونې پیل کړې

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

شمشاد تلویزیون خپلې عادي خپرونې چې نن سهار تر یوه وسله وال برید وروسته درېدلې وې، له سره پیل کړې. په لومړنۍ خبري لیکه کې یې چې د تلویزیون پر پاڼه راغله لیکل شوي وو ''برید پای ته ورسېد!''

لږ تر لږه دریو ټوپکوالو د ودانۍ په خوله کې له چاودنې او د یوه ساتونکي له وژلو وروسته یرغل پیل کړ، چې ډزې یې کولې او لاسي بمونه یې غورځول.

کارکوونکي یې له ودانۍ وایستل شول خو ویل کېږي چې تر ۲۰ ډېر د درملنې له پاره روغتون ته وړل شوي دي

.

افغان ځانګړو ځواکونو لږ تر لږه یو بریدګر په ډزو وواژه.

د شمشاد ودانۍ کې څه تېر شول؟

عابد الله احساس چې د شمشاد ټلویزیون د خبري څانګې مسوول دی، بي بي سي ته وویل:

''ګومان مې وکړ پولیس دي، خو بیا هم ترې وتښتېدم، دویم پوړ ته چې لاړم، لاندې مې بل لور ته ټوپ کړ، چې له یوه لارې بهر ته ووځم، چې ډزې راباندې وشوې. مرمۍ پر ځمکه ولګېدې، خو بهر چې راغلم ومې لیدل، چې یوه پښه مې ټپي شوې ده، نه پوهېږم، چې مرمۍ پرې لګېدلې که په کوم بل څه ټپي شوې ده.

 

د پیښې یوه بل عیني شاهد او د شمشاد کارکوونکي فیصل ځلاند بي بي سي ته وویل، د برید پر مهال دی په دویم پوړ، د ایډیټ په خونه کې و:

"چي له خپل دفتره را ووتم، په لومړي پوړ کې څوک نه وو، په انګړ کې ډزې کېدې، څو کسان مې ولیدل چې د پولیسو یونیفورم یې اغوستي وو. "

د شمشاد ساتونکو چټک غبرګون

زموږ همکار اولیا اطرافي چې له برید وروسته شمشاد تلویزیون ودانۍ ته تلل و وايي:

"بریدګرو لومړی پر دوه ساتونکو ډزې وکړې او غوښتل یې چې عمومي ودانۍ ته ننوځي خو د ساتونکو غبرګون چټک وو او د دوی مخه یې ډب کړه. یو بریدګر یې په دروازه کې وویشت. جګړه د څو ساعتونو لپاره روانه وه چې وروستي امنیتي ځواکونه را ورسېدل. په دې وخت کې یوازې یو بریدګر ژوندی پاتی و. "

د برید مسولیت

اسلامي دولت ډلې یا داعش ویلي چې برید هغې کړی دی. دغې ډ‌لې په ننګرهار کې پر ملي راډیو ټلوېزیون برید هم منلی و.

وسله والو طالبانو ویلي په دغه برید کې هیڅ لاس نه لري.

بي بي سي چې د شمشاد تلویزیون له لارې پښتو خبرونه، د فکرلارې خپرونه او یو شمېر مرکې خپروې وغانده.

د بي بي سي د نړیوالې څانګې مشرې فران انسورت په یوه پیغام کې شمشاد د بي بي سي ارزښتناک او باوري شریک وباله چې د بي بي سي پښتو ټلویزیون خپرونې نشروي.

په پیغام کې د وژل شویو او ژوبل شويو له کورنیو سره د خواخوږۍ ترڅنګ راغلي دي:

''خپلو لیدونکو ته د شمشاد ژمنتیا له هغې بېسارې مېړانې او ټینګار پرته نور هېڅ ښه نه شي څرګندولی چې له دغسې کرغېړن برید سملاسي وروسته یې خپرونې له سره پیل کړې''

پراخ کورني او بهرني غبرګونونه

د بې پولې خبریالانو ټولنې هم د کال نننی برید غندلی او هغه یې په افغانستان کې د بیان د آزدۍ نښه کول بللي دي.

د دغې ټولنې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني افغان دولت، پولیسو او امنیتي ادارو ته ور په زړه کړل چې د خبریالانو او رسنیو پاسوالي یې په دندو کې راځي.

له بلې خوا د بښنې نړیوالې ټولنې په کابل کې پر شمشاد ټلوېزیون برید یو بوږنوونکی جنایت بللی دی.

د جنوبي آسیا له پاره ددغې ټولنې مرستیال مدیر عمر وَریاچ وویل چې دې پېښې په غملړلي ډول هغه خطرونه جَوت کړل چې ژورنالستان ورسره د خپل مشروع کار په ترڅ کې مخامخ دي.

هغه له افغان چارواکو وغوښتل چې په بشپړ وس د رسنیو د خوندیتابه غم وخوري چې خپله دنده آزاده او له وېرې پرته ترسره کړي.

ښاغلي وَریاچ د قانون منګولو ته د پېښې د عاملینو د سپارلو او رڼې محاکمې غوښتنه هم وکړه. دغه راز د ناټو سرمنشي ینس ستولتنبرګ پر شمشاد ټلوېزون برید د غندنې ترڅنګ هغه «پر ولسي وګړو د برید یوه بله بېلګه وبلله چې د منلو وړ نه ده ".

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر شمشاد تلویزیون برید غندلی او دا یې د بیان پر ازادۍ برید بللی دی:

"د افغانستان دښمنان غواړي په دغه شان کرغېړنو کړنو سره د افغانستان د خلکو غږ او د بیان ازادي زیانمن کړي خو په دې باید پوه شي چې هېڅکله به هم خپلو دغو شومو اهدافو ته و نه رسېږي."

په کابل کې د کاناډا سفارت هم پر شمشاد برید غندلی او د پیښې له قربانیانو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر پر شمشاد ټلوېزیون برید غندلی او په کابل کې د برتانیا سفارت هم پر شمشاد برید نامعقوله چاره بللې ده.

داعش ډلې مخکې ننګرهار ولایت کې د افغانستان پر ملي ټلویزیون ودانۍ برید کړی و، چې په کې د دوو پولیسو په ګډون شپږ کسان وژل شوي وو او له ۲۰ ډېر کسان ټپیان شوي وو.