د امریکا په یوې کلیسا کې یوه بریدګر ۲۷ کسان ووژل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د امریکا د متحده ایالتونو ټکساس ایالت یوې کلیسا کې ۲۷ کسان هغه مهال وژل شوي چې د یکشنبې ورځې عبادت لپاره راټول شوي ول.

برید د ولسن په سیمه کې په یوې بپتست کلیسا کې شوی چې په پېښه کې د ټپیانو شمېر ۲۵ ښودل شوی دی.

د امریکا د فډرالي پلټونو اداره وايي، سره له دې چې د یوه ډز کوونکي رپوټ ورکړل شوی، خو پر نورو احتمالاتو هم غور کوي

.

ویل کېږي په دغې کلیسا کې به معمولاً ۵۰ کسانو ګډون کاوه. سیمه ییزو رسنیو ویلي، چې په قربانیانو کې ماشومان هم لیدل شوي.

ځايي رسنیو ویلي، ټوپکوال کلیسا ته په سیمه ییز وخت ۱۱:۳۰ دقیقي ننوتلی چې وروسته بیا دی پخپله هم وژل شوی.

فدرالي پلټنو اداره او سیمه ییزو پولیس د پېښې پلټنه کوي.

د ټکساس والي ګرېګ ابات ویلي:"موږ په دغه شیطاني کړنه کې زیانمو شویو کسانو ته دعا کوو او له خپلو ځواکونو مننه کوو چې اقدام یې وکړ. "

پولیس پلټنې پیل کړي چې د پېښې پر څرنګوالي لا نور هم پوه شي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د اسیا په سفر وتلی دی په یوه ټویټ کې د پېښې قربانیانو سره غمشریکي کړې او لیکلي یې دي چې له جاپانه اوضاع څاري.