افغان حکومت د شلو ورځو لپاره وټس اپ او ټیلیګرم بندوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت په رسمي ډول ددوو ټولنیزو رسنیو فعالیت ځنډوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت وايي د وټس اپ او ټیلیګرم د ټولنیزو رسنیو د بندولو په اړه پریکړه یې د افغان حکومت ذ امنیتي ادارو په غوښتنه کړې ده.

د دې پریکړې له مخې به د شلو ورځو لپاره په افغانستان کې د وټس اپ او ټیلیګرم ټولنیزو رسنیو څخه کاراخیستل وځنډول شي

.

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې "اترا"یو چارواکي د نوم د نه ښودلو پر شرط امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې دا پریکړه د امنیتي اندیښنو له مخې شوې، چې یوازې د شلو ورځو لپاره به د ټولو مخابراتي شرکتونو له خوا عملي شي.

دغه چارواکي وویل په دې هکله وروستۍ پریکړه به سبا ته د شنبې په ورځ اعلان شي.

که څه هم د جمعې په ورځ په افغانستان کې د دغو دواړو ټولنیزو رسنیو په واسطه د پیغامونو لیږد رالیږد دوام درلود، خو د "افغان ټلې کام شرکت"چې نیم دولتي شرکت دی، یو شمیر مشتریانو امریکا غږ اشنا راډیو ته ویلي چې د پیغامونو په لیږد رالیږد کې یې ستونزې لرلې.

د افغان حکومت د رسمي اعلان وړاندې ددغو دوو ټولنیزو رسنیو د فعالیت د ځنډ خبرونه په ټولنیرو رسنیو کې خپاره شوي وو.

په ټولنیزو رسنیو کې له د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې "اترا"مرستیال انجینر نقیب الله سیلاب په لاسلیک د انټرنیټي خدمتونو د برابرولو یوې ادارې " یونین ټلې کام" شرکت ته د تلې پر ۳۰ مه ورځ او بیا د لړم د میاشتې په لسمه د پنجشنبې په ورځ مکتوبونه استول شوي او ور څخه پرته د ځنډ څخه د شلو ورځو لپاره د وټس اپ او ټیلیګرام د ټولنیزو رسنیو د بندولو غوښتنه شوې ده.

همداشان دغه شرکت ته په دغه استول شوي یومکتوب کې غوښتل شوي چې د لیست له مخې دې په لیست کې د شاملو اشخاصو د انټرنیټي پاڼو، د ټویټر او فیسبوک د حسابونه بند کړي.

خو د دغو اشخاصو نومونه نه دي په ډاګه شوي.

دا لومړی ځل دی چې افغان حکومت په رسمي ډول ددوو ټولنیزو رسنیو فعالیت ځنډوي.

د بیان د ازادۍ د ملاتړو ادارو غبرګون

پر وټس اپ او ټیلیګرام ټولنیزو رسنیو د افغان حکومت له خوا د بندیز پریکړه، د بیان د ازادۍ او د رسنیو د ملاتړ ادارو د غبرګون سره مخ شوې ده.

د " نی" په نوم په افغانستان کې د رسنیو د ملاتړ د ادارې یو چارواکي محمد صابر فهیم امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د حکومت پریکړې باید د قانون په چوکات کې وي او له قانونه بهر پریکړې د رسنیو ملاتړ ادارو ته د منلو نه دي.

ښاغلي فهیم وویل " هر هغه عمل چې د بیان ازادي محدوده کړي مونږ به یې پر وړاندې ودریږو".

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وضاحت

د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت په یوه اعلامیه کې د وټس اپ او ټیلیګرام په کارولو د بندیز په اړه وضاحت ورکړی او د دې لنډ مهالې بندیز هدف یې تخنیکي ستونزې ګڼلي دي.

د دې اعلامیې له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په پام کې لري چې د دغو دواړو اپلیکشنونو د ښه فعالیت او د تخنیکي ستونزو د حل لپاره د مخابراتي شبکو سره یوه نوې ټکنالوژۍ شریکه کړي.

"د دې لپاره چې د دې سیستمونو کار و ازمویل شي، لازمه ده چې د یوې لنډې مودې لپاره په تدریجي ډول د وټس اپ او ټیلیګرام اپلیکشنونونو فعالیت متوقف شي. له همدې امله د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) ته هدایت شوی چې په دې اړه اقدام وکړي".

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت دا لنډ مهالې بندیز تخنیکي ګڼلی او ویلي دي چې دا اقدام په هیڅ ډول ذ بیان ازادي نه محدوده وي.

"وټس اپ او ټیلیګرام یواځې د اړیکو نیولو او غږیزو پیغامونو لېږلو اپلیکېشنونه دي او د بیان ازادي نه زیانمنوي. حکومت د بیان ازادۍ ته کاملا ژمن دی او دا د خلکو مدني حق بولي".

په افغانستان کې د انټرنیټي خدمتونو د پراختیا سره په دغه هیواد کې د ټولنیزو رسنیو څخه کاراخیستل هم زیات شوي دي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د معلوماتو له مخې اوس په افغانستان کې تر شپږ میلیونو پورې خلک انټرنیټ ته لاس رسی لري، چې د نورو ټولنیزو رسنیو پرتله د فیسبوک د کارونکو شمیر خورا زیات دی.