د "فساد" په تور د بن لادن ورور او میلیاردر سعودي شهزاده هم نیول شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د رسنیو رپوټونه وايي، په سعودي عربستان کې د فساد ضد مبارزې جرګه ګۍ په غوښتنه د دغه هېواد ۱۱ شهزادګان، څلور د اوسني حکومت او په لسګونو پخواني وزیران نیول شوي دي.

العربیه تلوېزون وايي، دا تورن کسان د محمد بن سلمان په امر نیول شوي دي.

په نیول شویو کسانو کې پېژندل شوی سعودي میلیاردر ولید بن طلال هم شته چې په سیاسي ډګر کې هم مطرح کس دی

.

د اسامه بن لادن د ورور او په ریاض کې د بن لادن د مالي بنسټ د مشر نوم هم په نیول شویو کسانو کې شامل دی.

تراوسه د ټولو نیول شویو پېژندنه نه ده شوې او نه هم پر دوی لګېدلي تورونه روښان شوي دي.

 

په ورته مهال العربیه تلوېزون رپوټوي چې له څه مهال راهیسې په جده ښار کې د ۲۰۰۹ کال د سېلاو او پر ۲۰۱۲ کال د مرس تنفسي ناروغۍ د خپرېدو په هکله نوې پلټنې پیل شوې دي.

د دې ناروغۍ د را منځ ته کېدو ځای سعودي عربستان بلل شوی دی.

له بلې خوا د سعودي دولتي خبري اژانس وايي، د دغه هېواد پاچا سلمان د ملي ګارډ مشر شهزاده متعب بن عبدالله او امیر البحر عبدالله بن سلطان بن محمد ال سلطان له دندو لرې کړي دي.

شهزاده متعب د پخواني پاچا عبدالله زوی او د هغه د کورنۍ وروستی غړی و چې تر ټولو لوړه څوکۍ یې درلوده.

د پاچا حکم

دا نیونې له هغه څو ګړۍ وروسته دي چې د شاهي حکم له مخې د ځوان ولیعد محمد بن سلمان په مشرۍ د فساد ضد جرګه ګۍ جوړه شوه.

د جرګه ګۍ دنده د مالي درغلیو د قضیو څېړل دي.

د پاچا په حکم کې راغلي چې دغه جرګه ګۍ د تورنو کسانو د نيولو او له هېواد د هغو د وتلو د مخنیوي پریکړه کولی شي.

د سعودي دولتي تلویزیون په رپوټ کې ویل شوي پاچا په خپل حکم ویلي د فساد په اړه کېدونکې هڅې به پر ټولو عملي کیږي او له هېواده د فساد جرړې وباسي.

"ځینې کمزورو کسانو خپلې شخصي ګټې پر ملي ګټو غوره ګڼلې، د ملت شتمني یې لوټلې، له خپلې دندې یې ناوړه ګټه پورته کړې او د خپلو شرمناک اعمالو د پټولو لپاره یې بیلابیلې لارې کارولې دي".

امریکایۍ ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکي چې په سعودي کې د فساد او مالي اختلاس په تور د نیول شویو شهزاد ګانو په ډله کې یو هم ولید بن طلال بن عبد العزیز دی.

ولید بن طلال د شاهي کورنۍ یو با نفوذه شخص دی او شتمني یې ملیاردونو ډالرو ته رسیږي.

نیویارک ټایمز وايي د ولید بن طلال نیول کېدل په سعودي عربستان او د نړۍ په مهمو اقتصادي بنسټونو کې ټکان ور کوونکی خبر دی.

 

ورځپاڼه وايي نوموړی د نړۍ د تر ټولو بډایو کسانو په ډله کې راځي او په لویو شرکتونو لکه سیټي ګروپ، ټویټر، اپل، موټورولا او نورو لویو کمپینو کې ونډه لري.

ورځپاڼه وايي داسې ښکاري چې دا بدلون د پاچا د نازولي زوی، ولیعهد او د هغه د مشاور محمد بن سلمان د واک زیاتولو په لړ کې وورستی پرمختګ دی.

نیویارک ټایمز لیکي ۳۲ کلن ولیعهد ته په دومره کم عمر په سیاسي، پوځي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د دومره ډیر واک ورکول په شاهي کورنۍ کې ناخوښي را پارولې ده.

شهزاده محمد بن سلمان چې د دفاع وزیر هم دی، اوس د دغه هېواد پر ټولو امنیتي ځواکونو واک لري.

د بي بي سي د امنیتي چارو خبریال فرراګ ګارډنر وايي، شهزاده محمد بن سلمان په دا ډول هڅو سره خپل زیاتېدونکی واک پیاوړی کوي او د سمون پروګرام چټکوي.

محمد بن سلمان د سعودي عربستان ځوان ولیعهد دی، په دغه هېواد کې یې د سمون هڅې پیل کړې دي.

څه موده مخکې یې ټینګار وکړ چې هېواد به "منځلاري اسلام" ته ور وګرځوي، چې د نويتوب پر لور یو پل دی.

هغه په ریاض ښار کې اقتصادي ناستې ته په وینا کې وویل، چې ډېر ژر به "د توندلارۍ رېښې وچې کړي".

تېر کال ښاغلي محمد په تېلو ولاړ سعودي عربستان کې د ټولنیز او اقتصادي بدلون پلان وړاندې کړ.