ناټو: د شورشیانو څخه د پاکستان په ملاتړ کې تراوسه بدلون نه دی راغلی

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ناټو چارواکي پاکستان لا هم په دې بحث بوخت دی چې په افغانستان کې له شورشیانو ملاتړ ته دوام ورکړي او که نه.

د قاطع ملاتړ ماموریت چارواکي وايي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د ایران، روسیې، پاکستان او چین فعالیتونه زیات شوي او دا هیوادونه هڅه کوي چې د دغه هیواد په راتلونکي کې یو رول ولوبوي.

په افغانستان کې د قاطع ملاتړ د ماموریت د ګډ استخباراتي او عملیاتي مرکز قوماندان ډګروال کورتیس بورنز په کابل کې د قاطع ماموریت په قوماندانۍ کې د خبریالانو یوې ډلې سره په خبرو کې وویل چې دا هیوادونه د افغان حکومت او طالبانو د

سولې په خبرو کې د خپلو ګډو استازیتوب کول غواړي.

ډګروال بورنز وویل " دوی ټول د یو شمیر لوبغاړو څخه که د ملي یووالي په حکومت کې دي، که زورواکي دي که طالبان دي ملاتړ کوي، دا ټول د دې لپاره چې شاوخوا ته خپل نفوذ پراخه کړي، او دا یقیني کړي چې کله هم د سولې خبرې پیلیږي د یو چا له خوا ددوی د ګټو د خوندیتوب لپاره استازیتوب وشي ".

د قاطع ملاتړ د ماموریت دغه چارواکي پاکستان په افغانستان کې د افغان حکومت وسله والو مخالفانو څخه پر ملاتړ تورن کړ او ویې ویل چې پاکستاني چارواکي لا هم په دې خبرې کوي چې طالبانو څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او که نه.

ډګروال بورنز وویل " مونږ دا ګڼو پاکستان لا هم په دې مسله په خپلمنځي بحث بوخت دی، چې ایا دوی باید شورشیانو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او که دا کار وکړي په دې برخه کې به د امریکا او نړیوالې ټولنې فشار څومره زیات اوسي. دا چې پاکستان به په اوږده موده کې څه وکړي مونږ پرې نه پوهیږو، خو په لنډه موده کې مونږ د دغه هیواد په چلند کې بدلون نه وینو او مونږ ګڼو چې دا هیواد لا هم د شورشیانو څخه ملاتړ ته دوام ورکوي".

د قاطع ملاتړ ماموریت دغه چارواکي په افغانستان کې د افغان حکومت د سولې د بهیر سره د طالبانو د یوځای کیدو په مسله هم خبرې وکړې او ویې ویل چې دی دا ګڼي چې لا هم د طالبانو مشران د سولې خبرو ته چمتو نه دي. خو ډګروال کورتیس بورنز وویل چې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې هغه طالب مشران چې د پاکستان او د حقاني ډلې فشارونو پر وړاندې مقاومت کوي که ورته زمینه مساعده شي د سولې بهیر سره یوځای کیدو ته لیواله دي.

ډګروال بورنز وویل " زه فکر کوم په عمومي ډول د طالبانو لوړپوړي مشران پخلاینې بهیر سره یوځای کیدو ته لیواله نه دي، خو مونږ دا لیدلي چې په جنوب کې او په ځانګړي ډول په کندهار او هلمند کې د طالبانو مشران چې پر خپلې ډلې د پاکستان او حقاني ډلې فشارونو مقابله کولی شي، مونږ دا ګڼو چې دغسې ډلې که ورته زمینه برابره شي افغانستان ته ستنیدلوته به ډیر لیواله اوسي ".

پاکستان په افغانستان کې د قاطع ملاتړ ماموریت د ګډ استخباراتي او عملیاتي چارو د قوماندان دغو څرګندونو ته تراوسه غبرګون نه دی ښودلی، خو د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د شورشیانو څخه د اسلام اباد د ملاتړ په اړه د ناټو د چارواکو مخکنیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې ناټو په افغانستان کې د خپلې ماتې پړه په اسلام اباد اچوي.

همداشان پاکستان ویلي چې د افغان حکومت پر مخالفو وسله والو دومره نفوذ نه لري لکه چې نور یې اټکل کوی.

اسلام اباد وایي په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت د سولې د هڅو ملاتړ کوي.