اجرائیه ریاست: هېڅ‌څوک د نظام د ګواښلو حق نه‌لري

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ملي یووالي حکومت اجرائیه ریاست د ځینو افغان سیاستوالو د وروستیو څرګندونو په اړه وايي، هېڅ‌څوک د نظام د ګواښلو حق نه‌لري.

اجرائیه ریاست وايي چې د ګواښونو او خطرونو پېښول، له هېواد سره مرسته نه‌شي کولای.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال لړم ۱۱» په یوې خبري ناسته کې سره له دې چې د کوم سیاسي شخص نوم یاد نه‌کړ، خو ظاهراً یې خبرې د بلخ والي عطا محمد نور او د اوبو او برېښنا پخواني وزیر

محمد اسماعیل خان ته متوجې دي.

ښاغلي فیصل وویل:

"د دغو دوستانو ځینې په حکومت کې دي او کوم بحثونه چې د دوی له اړخه خپرېږی، د هېواد له وضعیت سره مرسته نه‌کوي، ګواښونه کوم درد نه دوا کوي، نظام په خلکو پورې اړه لري او هېڅ‌څوک د نظام او خلکو د ګواښلو حق نه‌لري."

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ والي او د جمعیت اسلامي ګوند غړي عطا محمد نور د سې شنبې پهورځ هرات ولایت د سفر پر مهال له حکومت وغوښتل چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون دې منحل شي، ځکه د ده په خبره که د حکومت او د یاد کمېسیون کارونه په همدې شان پر مخ ولاړ شي، د انتخاباتو نتیجه له اوس نه معلومه ده.

سربېره پر دې د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر او د جمعیت اسلامي ګوند غړي محمد اسماعیل خان د حکومت پای ته رسول غوښتي او پر ځای یې د موقتې ادارې رامنځته کول پېشنهاد کړي دي.

د راپورونو له مخې د جمعیت اسلامي ګوند دغو دواړو مهمو غړو ویلي چې عبدالله عبدالله به د دغه ګوند له‌خوا انتخاباتي کاندید نه‌وي، خو جاوید فیصل وايي، دا یو شخصي نظر دی.

د سیاسي چارو ځیني پوهان وايي، دغه ډول خبرې کول د هېواد سیاسي وضعیت خرابولی شي.

له ډلې یې قدرت‌الله ځواک وویل:

"په دغو شرایطو کي باید ملي اجماع رامنځته شي او هر څوک چې یې پر وړاندې حرکت کوي، د افغانانو له‌خوا به منفوره وي، له بلې‌خوا دا خلک هېواد بحران ته وړي."

دی وايي، دا ډول خبرې د خلکو او دولت ترمنځ فاصله زیاتوي.

دی له حکومته غواړي چې خلکو ته دې د وړتیا پر اساس په حکومت کې برخه ورکړي، تر څو ټول خلک ځانونه په نظام کې وویني او نظام له هر ډول ګواښه لیرې شي.