"امریکا له پاکستانه خپلې چورلکې بېرته اخیستې دي"

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د پاکستاني خبري رسنیو په رپوټ د امریکا متحده ایالتونو هغه چورلکې له پاکستانه بېرته اخیستې دي چې د ډیورنډ پر کرښه یې د څار لپاره ورکړې وې.

پاکستانی جیونیوز خبري اژانس وايي، د دوشنبې پر ورځ پاکستان له نهو، پاتې پنځه چورلکې بېرته امریکا ته وسپارلې، چې څلور یې ۱۵ ورځې وړاندې ستنې کړای شوې وې.

د رپوټ پر بنسټ امریکا دغه الوتکې په ۲۰۰۲ کال کې پاکستان ته سپارلې وې، چې اوس یې بېرته په یوې بار وړونکې الوتکې کې ورتسلیم کړې او ویل کېږي د سه شنبې پر ورځ به امریکا ته ورسېږي

.

دا ګام پاکستان سره د امریکا د متحده ایالتونو د سیاسي اړیکو له خړپړ کېدو وروسته اخیستل کېږي.

نژدې یوه اوونۍ وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن پاکستان ته تر تګ وړاندې، د افغانستان بګرام هوایي ډګر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره تر کتنې وروسته له خبریالانو سره خبرو کې د یو شمېر نورو موضوعاتو تر څنګ پاکستان ته هم ښکاره پيغام درلود.

 

فرهاد محمدي - بي بي سي اسلام اباد

د څارګرې چورلکې بېرته اخیستل، د واشنګټن او اسلام اباد د اړیکو د ترینګلتیا وروستۍ نښه ده. په وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې او په ځانګړې ډول د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا د نوې ستراتیژۍ له اعلان وروسته ډېرې خرابې شوې دي.

امریکا پاکستان پر دې تورنوي چې په خپله خاوره کې د هغو وسلوالو پر ضد اقدام نه کوي چې د واشنګټن په خبره هلته پټنځایونه لري او پر امریکايي او افغان سرتېرو د افغانستان د ننه بریدونه کوي، خو پاکستان تل دا خبرې ردوي. څو ورځې وړاندې اسلام اباد کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر ریکس ټیلرسن سوړ هرکلی وشو. هغه هم د پاکستانۍ ډیپلماسۍ خلاف له درو لوړپوړو پاکستاني مشرانو:

لومړي وزیر، بهرنیو چارو وزیر او لوی درستیز سره یو ځای وکتل. له دغې کتنه مخکې ویل شوي و چې ښاغلی ټيلرسن به له هر یوه سره جلا - جلا وګوري.

د پاکستان هوايي ځواک له روسي او امریکايي الوتکو جوړ دی. پاکستان په دې وروستیو کې هڅه کړی چې خپله تکیه پر امریکايي وسایلو کمه کړي او په همدې موخه یې چارواکو چین، روسیې او ترکیې ته سفرونه وکړل.

د روان اکټوبر پر ۲۲ مه د پاکستان لومړی وزیر شاهد خاقان عباسي، ترکیې ته یو رسمي سفر لاره چې ان په ترکي T-129 ډوله جنګي الوتکه کې یې یوه ازمایښتي الوتنه هم لرله. هغه وروسته وویل چې اسلام آباد د دغه چورلکې په اړه (د اخیستلو د لاسلیک) ارزونه کوي.

هغه د سویلي اسیا او افغانستان لپاره د ولسمشر ټرمپ د نوې ستراتیژۍ په یادولو سره وویل:" له پاکستانه مو ډېرې ښکاره غوښتنې کړې دي. دوی باید پر خپله خاوره د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د ملاتړ مخنیوی وکړي."

سرچینې جیونیوز ته ویلي، له دغو الوتکو چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د هوايي څانګې له خوا کارېدلې، د بلوچستان په عملیاتو او د مخدره توکو پر ضد یو شمېر فعالیتونو کې ترې کار اخیستل شوی و، او له دې سره به د ډیورنډ پر کرښه د څار چارې ټکنۍ شي.

سیمې ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د خپل سفر په ترڅ کې په پاکستان کې هم پر بې ثباتۍ اندېښنه څرګنده کړې وه او ویلي یې ول، چې مهمه ده چې اسلام اباد د "ترهګرو" ډلو د ملاتړ لارې چارې بندې کړي.

تر دې وړاندې به پاکستان ته د امریکايي چارواکو سفر مثبت او پاکستان ته ګټور ارزول کېده، خو د هغو الوتکو بېرته اخیستل چې پر کرښه د اورپکو د فعالیتونو د مخنیوي لپاره کارول کېدې مثبت پیغام نه لېږدوي.