'د بېلتونپال مشر الله نذر بلوڅ مېرمن او ماشومان نیول شوي'

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د بلوچستان ځینې سیاسي فعالانو د پاکستان پر امنیتي ادارو تور پورې کړی، چې د بېلتونپال مشر الله نذر بلوڅ مېرمن او ماشومان یې نیولي او نامعلوم ځای ته یې لېږدولي دي.

بلوچستان نېشنل موومنټ ګوند او ممنوع بلل شوي تنظیم بلوچ اسټوډنټس ارګنایزیشن (ازاد) فعالانو دغه تور پورې کړی.

د بلوچستان نېشنل موومنټ مرکزي مشر کچکول علي او د زده کونکو ټولنې بي ایس او 'ازاد ' ویاند ویلي، دغه کسان له کوټې ښاره نیول شوي دي

.

د بي ایس او (ازاد) ویاند په وینا نیول شویو کسانو کې د الله نذر بلوڅ مېرمن، درې ماشومان او درې نورې ښځې هم شته.

د کچکول علي په وینا د الله نذر بلوڅ مېرمن اوران سیمه کې څو کاله مخکې د پوځي عملیاتو پر مهال ټپي او د درملنې لپاره کوټې ته راوړل شوې وه.

نوموړي له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له تنظیمونو غوښتي، چې د دغو کسانو خوشې کېدو کې لاس وکړي.

بل لور ته ځايي چارواکو د درېیو ښځو نیولو خبره کړې، خو د پېژندګلوۍ یې څه نه دي ویلي.

د ایالتي حکومت ویاند انوار کاکړ بي بي سي ته ویلي، له یوه ممنوع اعلان شوي تنظیم سره د اړیکو په تړاو درې مېرمنې نیول شوې دي.

د ښاغلي کاکړ په خبره دغه ښځې له چمن ښارګوټي نیول شوې دي. نوموړی وايي له لومړنیو پوښتنو، ګروېږنو وروسته به د نیول شویو ښځو د هویت په تړاو معلومات خپاره شي.

الله نذر بلوڅ د بلوچستان بېلتون پالو کې تر ټولو د ډېرې فعالې ډلې (بلوچستان لبرېشن فرنټ) مشر دی. پاکستان حکومت د هغه د سر بیه پنځه میلیونه روپۍ ټاکلې ده.