هند افغانستان ته د ایران له لارې د غنمو صادرات پیل کړل

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

هند د یکشنبې په ورځ( اکتوبر ۲۹) د ایران د چابهار د بندر له لارې افغانستان ته د غنمو صادرات پیل کړل.

دا لمړی ځل دی چې هند د سمندر او ځمکې له لارې او پر پاکستان له تېرېدو پرته، افغانستان ته خوراکي توکي لیږدوي.

د غنمو دغه بار، چې د هند حکومت افغانستان ته ډالی کړی، د هند د ختیځ له سمندري بندر کندلا څخه انتقال شو چې د ایران له سرحد څخه به په لاریو کې افغانستان ته ولیږدول شي

.

د هند د بهرنیو چارو وزیرې سشما سواراج وویل چې افغانستان ته د چابهار بندر له لارې د غنمو لیږد د هند، افغانستان او ایران ترمنځ د غونډو او خبرو پایله ده چې د سیمې د سوداګرۍ پراختیا غواړي.

میرمن سواراج وویل د غنمو انتقال د هغه بهیر پیلامه ده چې سیمه به له ګڼو اړخونو - اقتصاد، سیاست، کلتور، ټکنالوجۍ او خدماتو - سره ونښلوي.‌

د ځمکي له لارې د هند او افغانستان سوداګري په داسې حال کې پیلیږي چې د جون په میاشت کې کابل او ډیلي هوايي ترانزیت هم پيل کړ چې د افغانستان صادرات د هند بازارونو ته ورسول شي.

د هند او پاکستان ترمنځ د خرابو اړیکو له کبله اسلام اباد ډیلي ته اجازه نه ورکوي چې د پاکستان له لارې له افغانستان سره سوداګري وکړي.

ایران، افغانستنان او هند تېرکال د چابهار بندر پرانیست چې په وچه کې ایسار افغانستان او د جنوبي اسیا نور هېوادونه له سمندر سره ونښلوي. هند ژمنه وکړه چې د دغه بندر په پراخولو به ۵۰۰ میلیونه ډالر لګوي.

ولسمشر غني هند ته په خپل وروستي سفر کې خبرداری ورکړ که افغانستان د تجارت او سوداګرۍ لپاره د پاکستان له لارې د هند واګه او اټاري ته پرېنښودل شي، کابل به هم منځنۍ اسیا ته د پاکستان لاسرسی او رسېدل محدود کړي.