د قاچاقي درملو مخنیوی: د ۸۰۰ شرکتونو جوازونه ځنډول شوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

له قاچاقي لارو افغانستان ته د درملو واردولو پرضد کمپاین بهیر کې، د عامې روغتیا وزارت د څه باندې اته سوه هغو شرکتونو جوازونه وځنډول چې بې کیفته درمل یې دغه هېواد ته واردول.

د افغانستان عامې روغتیا د درملو تنظیم ادارې مشر نورشاه کامه وال وايي د ۸۱۷ هغو شرکتونو جوازونه یې ځنډولي دي، چې درمل واردوي او افغانستان ته یې د ۲۰ هېوادونو د ۱۱۳ شرکتونو پر درمل راوړلو بندیز لګولی دی:

''دغه کمپاین کې موږ هغه شرکتونه په نښه کړل، چې په ناقانونه توګه فعالیت کوي. دوی ته مو یوه میاشت وخت ورکړی، چې خپل اسناد د درملو د تنظیم له ادارې سره شریک کړي او که داسې و نه کړي، د تل لپاره یې په افغانستان کې فعالیت بندیږي.

د څلوېښت سلنه درملو کیفیت ډاډمنونکی نه دی

دا مهال افغانستان کې ۲۲ ډوله درمل تولیديږي، خو د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، هر کال له هند، پاکستان او ایران څخه د ۶۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت درمل واردیږي.

افغان چارواکي وايي، د واریدیدونکو درملو ۴۰ سلنه یې د ډاډ وړ نه دي.

دوی وايي، له قاچاقي لارو د درملو راوړل کېدل هم د دې سبب کېږي، چې غیر معیاري درمل د افغانستان بازارونو ته لار ومومي. افغان روغتیا پالان وايي د بې کیفیته درملو له کبله په هېواد کې د درملنې بهیر هم له ستونزو سره مخامخ دی.

د عامې روغتیا چارواکي وايي، افغانان له ۳۰۰ میلیونه ډالره ډېرې پېسې په بهرنیو هېوادونو کې د درملنې بدل کې ورکوي.

روغتیا چارواکي دا هم وايي، چې د درملو کیفیت معلومولو لپاره پرمختللیو وسایلو ته اړتیا ده، چې اوسمهال یې دوی په واک کې نه لري.

د وزارت په وینا دوی د بې کیفیته درملو مخنیوي چاره چټکه کړې، خو د ۱۴۵۰۰ درملتونونو څار او له غیر قانوني لارو د درملو واردولو ستونزې د دوی هڅې له خنډ او ځنډ سره مخامخوي.

افغانستان کې ډېر خلک له بهره د بي کیفیته درملو راودولو شکایت کوي، د ډاکترانو په وینا همدا ستونزه د دې لامل شوې چې یو شمېر خلک د درملنې په موخه بهرنیو هیوادونو ته ولاړ شي.

د دغه وزارت په وینا افغانستان ته له ۱۱۰۰ ډېر شرکتونه درمل واردوي.