حسن روحاني: ايران خپل دفاع لپاره هر راز وسلې جوړوي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ايرانى ولسمشر حسن روحاني وايي هېواد يې د خپل دفاع پياوړي کولو لپاره هر راز وسلې جوړوي.

ښاغلي روحاني چې د پارلمان استازو ته وينا کوله وويل د ايران له لوري د باليسټيک توغنديو په گډون د وسلو جوړول، د هېڅ يوه نړېوال تړون سرغړاوى نه دى.

د ښاغلي روحاني په وينا ايران به د باليسټيک توغنديو جوړولو ته همداراز دوام ورکړي. نوموړي زياته کړه "هر کله چې اړتيا پيدا شوه، موږ به د ځان دفاع، سيمه ييز او ملي امنيت لپاره د هر راز وسلو له جوړولو، زېرمه کولو او کارونې ډه ډه

ونکړو."

ايران ته لوړ پوړى پلاوي سفر

د ايران ولسمشر دا څرگندونې په داسې حال کې کړې چې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې منشي "یوکیو امانو" د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا له ایراني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره تهران ته تللی دی.

که څه هم دا لیدنه د ایران او ( ۵+۱ ) هېوادونو ترمنځ د شوې اټومي هوکړې له مخې د دوراني ناستو برخه ده، خو په دا وروستیو کې له ایران سره د شوي تړون په اړه د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او کانګریس تازه دریځونو دغه لیدنه مهمه کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي له تهرانه د ښاغلي امانو د لیدنې په اړه ویلي:

" ایران ته د "امانو" سفر، چې په ټوله مانا اټومي تړون ته تهران وفاداري منلې، د ایران او( ۵+۱ ) هېوادونو ترمنځ له شوي تړون څخه د دغه نړیوال بنسټ د کلک ملاتړ ښکارندوی دی. "

ښاغلی امانو به نن یکشنبه (د اکټوبر ۲۹) د ایران د اټومي انرژۍ له مشر "علي اکبر صالحي" او د بهرنیو چارو له وزیر "محمد جواد ظریف" سره لیده کاته وکړي.

ایران ته د اټومي انرژۍ د نړیوال سازمان منشي پرداسې مهال سفر کوي چې د دغه هېواد د اټومي انرژۍ مشر ښاغلي صالحي د ایران بوشهر ښار ته څېرمه د دوو نورو جوړو شویو بټیو د پرانیستې خبره کړې ده.

د رپوټونو له مخې، یادې اټومي بټۍ به راتلونکې سه شنبه د (اکټوبر په ۳۱مه) د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې چې لوړپوړي ایراني او روسي چارواکي به یې برخه وال وي، پرانیستل شي.