په پوهنې وزارت کې د پراخ اداري فساد په اړه نوې موندنې!

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکه ګډه کمېټه په پوهنې وزارت کې له پراخ فساد څخه اندېښنه څرګندوي.

د ښوونکو په ګمارنه، د تعلیمي نصاب په کتابونو، په ځانګړي ډول د کتابونو وېش، په ولایتونو کې د ښوونکو معاشونو او د سواد زده‌کړې په پروګرام کې د پراخ فساد په ګډون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې خپلواکې ګډې کمېټې له مهمو ارزونو څخه دي.

د کمېټې چارواکو د پنجنشبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لړم ۰۴» د پوهنې په وزارت کې د اداري فساد د ارزونې په اړه په یوه نوي راپور کې وویل چې د پوهنې په وزارت کې لاهم فساد شتون لري

.

د کمېټې يوه غړي، جاوید نوراني وويل، د پوهنې وزارت بايد د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې له اړوندو سکټورونو سره جدي اقدامات وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"مهمه مسئله دا ده چې په دارالمعلیمونو کې د نویو استادانو په روزنیز پروګرام کې فساد موجود دی او بله مسئله د ښوونځي د تفتیش موضوع ده چې ښه نتیجه‌یې نه‌ده ورکړې او مسؤل کسانو د فساد د موجودیت په برخه کې په سمه توګه کار نه‌دی کړی، دا ستونزه هم لیدل شوې ده."

ښاغلي نوراني وویل چې دغه ارزونه نږدې یو کال وړاندې د پوهنې وزارت په وړاندیز د کابل په ګډون د هېواد په ۹ ولایتونو بدخشان، فاریاب، عزني، هرات، خوست، بامیان، پنجشیر، ننګرهار او ۱۳۸ ښوونځیو کې ترسره شوې ده.

د نوراني په وینا، په دې ارزونه کې، ۵۴۲ کسانو سره په پنځو ډلو کې د پوهنې وزارت کارکوونکو او چارواکو په ګډون ولایتي کارکوونکو، تعلیمي ادارو، د زده‌کوونکو له کورنیو او بسپنه ورکوونکو سره مرکې ترسره شوي دي.

د پوهنې د کیفیت لپاره د څارنې د خپلواکې ادارې جوړول، د ښوونکو د ګمارنې لپاره د څارنې دخپلواکې ادارې جوړول، د لاښه او ټينګ مدیریت لپاره د پوهنې وزارت اندازه او د کار ساحې کمول، په ټوله کې د تعلیمي نصاب حجم او اندازې کمول، د قوانینو، مقرراتو تطبیق او څارنوالۍ ته د اداري فساد د قضیو لېږل د دغې کمېټې له مهمو سپارښتونو څخه دي.

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې هم په پوهنې وزارت کې د پراخ اداري فساد په ځانګړي ډول د خیالي معلمیونو د شتون په اړه راپورونه خپاره شوي دي.

له بلې‌خوا د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي چې په دغې ناسته کې ګډون کړی و په دغه وزارت کې د فساد موضوع ومنله، خو ټینګار یې وکړ چې د دې پدیدې په وړاندې جدي هڅې روانې دي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ له دغو شویو سپارښتنو سره همکار یو، مګر ځینې سپارښتنې د افغانستان په اوسني وضعیت کې نه‌پلي کېږي، د بېلګې په توګه، په اوسنیو شرایطو کې مدني ټولنو یا هم ټولنیزو ادارو ته د ښوونکو د ګمارنې واک ورکول ناممکنه ده."

ښاغلي بلخي همدارنګه وویل چې له ۱۳۹۰ کال څخه تر اوسه ۲۵۰ د اداري فساد دوسیې لویې څارنوالۍ ته استول شوي چې تر اوسه دغې ادارې یوازې ۳۰ دوسیې څېړلې دي.

له دې ټولو سره د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې د څارنې او ارزونې د خپلواکې ګډې کمېټې چارواکي وايي، د دغو غوښتنو د عملي کېدو او له فساد سره د مبارزې لپاره به د دوو کلونو په اوږدو کې د پوهنې وزارت له کړنو څارنه وکړي.