د ناټو او د روسیې ګډه شورا د افغانستان او اوکراین په اړه غږېږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

د ناټو عمومي منشي وایي، د افغانستان د حالاتو په اړه د ناټو او روسیې ارزونې سره توپیر لري، خو د دې هېواد په امن کولو کې دواړه یوشان ګټې لري.

ینس سټولتنبرګ دا څرګندونې نن د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو او روسیې د ګډې شورا ترغونډې وروسته په لنډوخبرو کې وکړې.

که څه هم سټولټنبرګ د دغو ارزونو د توپیر زیات جزئیات په ډاګه نه کړل خو دایې وویل چې مهمه داده چې دواړه لوري د افغانستان د حکومت ملاتړ کوي

.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ دغه راز په سیمه کې د ترهګرۍ د ګواښونو په ګډون د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه خپل واضح نظریات بیان کړل، زموږ ارزونه د روسیې له ارزونې سره کاملاً توپیر لري، خو موږ ټول په افغانستان کې د امنیت او ثبات په یقیني کولو کې یوشان ګټې لرو، روسیې د افغانستان په اړه پر خپلې پالیسۍ لنډه رڼا واچوله او ناټو هم د افغان امنیتي ځواکونو د پیاوړي کولو لپاره د خپلو د پام وړهڅو په اړه معلومات وړاندې کړل، دا ډېره مهمه ده چې ټولې خواوې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت ملاتړ کوي، دا په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې ترټولو غوره لاره ده چې ورسره په پراخه کچه د سیمې امنیت او ثبات ټینګیدلی شي."

دا په روان کال کې د ناټو او روسیې د ګډې شورا دریمه غونډه ده چې پر افغانستان سربېره د اوکراین په اړه هم پکې خبرې وشوې.

دغه غونډه په داسې حال کې کېږي چې د لوېدیځ او مسکو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د اوکراین په چاروکې د روسیې د مداخلې او په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا له خپلې خاورې سره د اوکراین د کریمیا ټاپووزمې د ملحق کولو په خاطر ډېرې سړې شوي دي.

له دې سره په دې وروستیو کې له طالبانو سره د روسیې د همکارۍ په اړه هم یو شمېر لوړپوړو امریکایي پوځي چارواکو اندېښنې څرګندې کړي دي.

د ناټو د پوځي کمېټې مشر پټر پاول له دې غونډې یوه ورځ مخکې د چهارشنبې په ورځ وویل چې د نن ورځې په غونډه کې افغانستان د خبرو د اجنډا په سرکې ځکه دی چې په دې هېواد کې د ترهګرۍ په وړانډې جګړه روانه ده او په دې کې د ناټو او روسیې دواړو ګټې نغښتې دي.

د هغو راپورونو په اړه چې وایي روسیه له وسله والو طالبانو سره پوځي مرسته کوي، د ناټو د پوځي کمېټې مشر پتر پاول وویل، ده تراوسه په دې اړه کره شواهد نه دي لیدلي.

خو له دې سره سره هغه وویل چې په دې اړه چې روسیه یو شمېرکمپنیو ته تیل ورکوي چې وروسته یې پر طالبانو پلوري، راپورونه ترلاسه کړي دي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان امریکایي جنرال جان نېکلسن د تېرې فبرورۍ په میاشت کې د امریکا د کانګرس د سنا یوې کمېټې ته ویلي و چې روسیې په پټه او ښکاره د طالبانو ملاتړ زیات کړی او په دې کارسره غواړي چې په افغانستان کې د ناټو او د امریکا د متحدو ایالتونو هڅې کمزورې کړي.

په اروپا کې د ناټو د ځواکونو قوماندان امریکایي جنرال کورتیس سکاپاروتي هم په تېره مارچ میاشت کې د امریکا د کانګرس غړیو ته ورته خبره کړې وه او ویلي و چې ده له وسله والو طالبانو سره د روسیې د زیاتېدونکي ملاتړ په اړه شواهد لیدلي چې احتمالاً روسیه له دغې ډلې سره د وسایلو مرسته هم کوي.

خو په دې اړه چې ایا له دې خبرې د ده هدف پوځي مرستې دي که نور وسایل، هغه څه ونه ویل.

روسیې بیا له طالبانو سره د پوځي مرستو ادعاوې تل رد کړي دي.

پخواني معلومات

د ناټو او د روسیې ګډه شورا نن د افغانستان او اوکراین په اړه خبرې کوي. دا په روان کال د دوی ترمنځ درېیمه غونډه ده.

په دې غونډه کې به چې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د ناټو په مقر کې تر سره کېږي، د ناټو سفیران او په ناټو کې د روسیې استازی السکاندر ګروشکو ګډون کوي.

دا غونډه په داسې حال کې کېږي چې د لویدیځ او مسکو ترمنځ اړیکې په وروستیو کلونو کې د اوکراین په چارو کې د روسیې د مداخلې او په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د روسیې له خوا له خپلې خاورې سره د اوکراین د کریمیا ټاپو وزمې د ملحق کولو په خاطر ډېرې سړې شوي دي.

له دې سره په دې وروستیو کې له طالبانو سره د روسیې د همکارۍ په اړه هم یو شمېر لوړ پوړو امریکایي پوځي چارواکو اندیښنې څرګندي کړي دي.

د ناټو د پوځي کمېټې مشر پیټر پاول د چهارشنبې په ورځ وویل چې د نن ورځې په غونډه کې افغانستان د خبرو د اجنډا په سر کې ځکه ده چې په دې هېواد کې د ترهګرې په وړانډې جګړه روانه ده او په دې کې د ناټو او روسیې دواړو ګټې نغښتې دي.

د روسیې انټر فاکس خبري آژانس د راپور له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیرکابلوف تېره اوونۍ ویلي و چې دی به د ناټوـ روسیې شورا ته د افغانستان د اوسنیو حالاتو او هم په دې اړه چې هغه پر کوم لوري روان دي، د روسیې د ارزونې په اړه معلومات ورکړي.

د افغانستان حکومت چې لویدیځ یې ملاتړ کوي، له ۲۰۱۴ میلادي کال راهیسې چې له دې هېواده د ناټو ځواکونه ډېره برخه وتلې، د یاغي وسله والو د حملو په مخنیوي کې له ستونزو سره مخامخ دی.

د هغو راپورونو په اړه چې وایي، روسیه له وسله والو طالبانو سره پوځي مرسته کوي، د ناټو د پوځي کمېټې مشر پیټرپاول وویل، ده تر اوسه په دې اړه کره شواهد نه دي لیدلي.

خو له دې سره-سره هغه وویل چې په دې اړه چې روسیه یو شمېر کمپنیو ته تیل ورکوي چې وروسته یېپر طالبانو پلوري، راپورونه ترلاسه کړي دي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان امریکایي جنرال جان نیکلسن د تیرې فبرورۍ په میاشت کې د امریکا د کانګرس د سنا یوې کمېټې ته ویلي و چې روسیې په پټه او ښکاره د طالبانو ملاتړ زیات کړی او په دې کار سره غواړي چې په افغانستان کې د ناټو او امریکا د متحدو ایالتونو هڅې کمزورې کړي.

په اروپا کې د ناټو د ځواکونو قوماندان امریکایي جنرال کورتس سکاپاروتي هم په تېره مارچ میاشت کې د امریکا د کانګرس غړیو ته ورته خبره کړې و او ویلي و چې ده له وسله والو طالبانو سره د روسیې د زیاتیدونکي ملاتړ په اړه شواهد لیدلي چې احتمالآ روسیه له دغې ډلې سره د وسایلو مرسته هم کوي.

خو په دې اړه چې ایا له دې خبرې د ده هدف پوځي مرستې دي که نور وسایل، هغه څه ونه ویل.

روسیې بیا له طالبانو سره د پوځي مرستو ادعاوې تل رد کړي دي.