افغانستان: د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو بایو مټریک معلومات ثبتیږي

خبرونه
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د نفوسو د احوال او ثبت ادارې ته امر کړي چې د پوهني وزارت د ټولو کارکوونکو او ښوونکو بایومټریک مالومات ثبت کړي. دغه ګام د جعلي ښوونځیو او ښوونکو د مخنیوي لپاره شوی دی.

د افغانستان پوهني وزیر اسدالله حنیف بلخي وايي، په تېر کې د پوهنې وزارت کارکوونکو او ښوونکو شمېره کره نه و، خو وايي پروسږکال دغه موضوع حل شوې او اوس دغه شمېر د باور وړ دی.

بل لور ته په ورته مهال ولسمشر محمد اشرف غني د ښاغلي بلخي د خبرو برعکس د نفوس د احوال او ثبت ادارې ته دنده سپارلې، چې په راتلونکو څلورو میاشتو کې د پوهنې وزارت د ټولو کار کوونکو او ښوونکو بایومټریک مالومات ثبت کړي

.

ویل کېږي، هدف دا دی، چې په راتلونکي کې د خیالي کارکوونکو، ښوونکو او ښوونځیو مخنیوی وشي.

د پوهنې وزیر تېر کال له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي و، په افغانستان کې د خیالي ښوونځیو د شمېر ډېروالی او لږوالی له جګړې سره مخامخ اړیکه لري، کله دا شمېر لوړېږي او کله هم ټیټيږي. د پوهنې وزارت وايي ډېر ژر به ۹ زره نوي ښوونکي په دندو وګوماري.

تېر کې ښاغلي بلخي ویلي و، چې په هېواد کې کېدای شي په سلګونو خیالي ښوونځي موجود وي.

خو د ده په وینا، د خیالي يا يوازي د کاغذ پر مخ ښوونځيو دا ستونزه له ډېرې مودې راهيسي پاتې ده. ښاغلی بلخي ویلي و چې دغه خیالي ښوونځي په ناامنو سیمو کې دي.

څه باندې دوه کاله وړاندې ولسمشر غني له هغه وروسته پوهنې وزارت کې د فساد د ادعاو څیړلو ته پلاوی وټاکه چې سیګار په دغه وزارت کې پر شته فساد اندیښنه وښوده.

د روان کال سپتمبر کې د پېک په نوم یوه ځايي رسنیز مرکز ادعا وکړه چې د دغه پلاوي د څېړنو د رپوټ یوه کاپي یې ترلاسه کړې ده.

د دغه ادعا شوي رپوټ، چې وايي د ۱۳۹۰ او ۱۳۹۳ تر منځ موده پکې څېړل شوې، په یوه برخه کې ویل شوي د پوهنې وزارت په چوکاټ کې څه باندې څلویښت زره خیالي ښوونکي او ۱۰۳۳ خیالي ښوونځي موندل شوي دي.

د رسنیز مرکز لاس ته په ورغلي رپوټ کې دا هم ویل شوي چې د ۲۱ ولایتونو د پوهنې ریاستونو مرکز ته د تړلیو ښوونځیو کره شمېر نه دی ور کړی او له دولتي بودجې یې داسې ښوونځیو ته هم د معاشونو په نوم پیسې ایستلې چې دروازې یې بندې وې.

خو په پوهنې وزارت کې د فساد ادعاو څېړلو ته د ګومارل شوي پلاوي مشر نادر خان کټوازی ویلي و، د یاد شوي رسنیز مرکز په رپوټ کې ورکړل شوې شمېرې د دوی له موندنو سره اړخ نه لګوي.